خلیلزاد: د مسودې له نهایی کېدو وروسته به بین الافغانی خبرې پیل شی

  • خپرول: ۲۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 108399


Fb-Button

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایی، په بل ګام کې په واشنګټن کې له امریکایی چارواکو او نورو شریکانو سره خبرې کوی.

زلمی خلیلزاد دا خبره د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو ۱۴ ورځنیو خبرو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته په یوه ټویټری پیغام کې ولیکله.

ده لیکلی«زما بل ګام په واشنګټن کې خبرې او له نورو شریکانو سره سلامشوره ده. موږ به (له طالبانو سره) ژر بیا سره ووینو، او تر څو چې پر هر څه موافقه نه وی شوې وروستۍ موافقه نشته.»

(د دواړو خواوو د خبرو په اړه نور تفصیل)

د خلیلزاد په وینا د ده په مشرۍ د امریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستی حملو د مخنیوی د تضمین او د امریکایی پوځیانو د وتلو په اړه د موافقې پر مسودې جوړجاړی شوی دی.

«کله چې د ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د اتروریستی ضد اقداماتو په اړه د موافقې مسوده نهایی شوه، طالبان او د افغانستان د حکومت په ګډون نور افغانان به د سیاسی حل او عمومی اوربند پر سر بین الافغانی خبرې پیل کړی.»

ښاغلی خلیلزاد په عین حال کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره څلور مسلې مهمې دی:

«د سولې لپاره پر څلورو مسلو موافقې ته اړتیا ده؛ د تروریزم پر ضد د مبارزې تضمین، د ځواکونو ایستل، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او هراړخیز اوربند. د جنورۍ د میاشتې په خبرو کې موږ پر دغو څلورو عناصرو په اصولو کې موافقې ته ورسېدو. اوس موږ د لومړیو دوو مسلو پر مسودې موافقه وکړه.»

قریشی: د دوحې په خبرو کې پرمختګ شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی، چې وایی هیواد یې د قطر خبرې ممکنې کړې، وویل چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

قریشی دا خبره پرون /سې شنبه/ په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د خبرو تر پای ته رسېدو مخکې د جرمنی له باندنیو چارو وزیر هایکو ماس سره په ګډه خبری غونډه کې وکړه.

(د دواړو خواوو د خبرو په اړه نور تفصیل)