خلیلزاد: د افغانستان سوله باید د قربانیو ارزښت ولری

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104476

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایی، د امریکا، ناټو او اروپایی ټولنې ګډ هدف په افغانستان کې د سولې یوه توافق ته رسېدل دی، نه له دغه هېواده د امریکایی سرتېرو د وتلو په اړه.

ښاغلی خلیلزاد پرون ماښام پر خپله ټوېټرپاڼه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې له ناټو او اروپایی ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند د خپلو بحثونو په اړه لیکلی چې د افغانستان سوله باید د قربانیو ارزښت ولری چې دغه هېواد له څو لسیزو راهیسې زغملی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په یوه بل ټوېټ کې لیکلی چې له ناټو او اروپایی ټولنې چارواکو سره توافق ته رسېدلی چې د افغانانو خپلمنځنی خبرې باید په چټکۍ سره لومړیتوب ومومی.

ده همداراز لیکلی چې په افغانستان کې د امریکا د حضور څرنګوالی د افغانانو تر منځ د تفاهم او شرایطو پر اساس ټاکل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104476

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *