خلیلزاد: د افغانستان دولت او طالبان د سولې خبرواترو لپاره خپل استازی وټاکی

  • خپرول: ۱۷ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 87719

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته د خپل دوه ورځنی سفر په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې خبرو ته خپل پلاوی غوره کړی.
ښاغلی خلیل‌‌زاد ویلی د دواړو لورو استازی باید «صلاحیت لرونکی» واوسی، نوموړی له افغان حکومت نه د داسې ټیم جوړولو غوښتنه کړې، چې صلاحیت ولری او ټول‌شموله وی.
نوموړی دا خبرې پرون دوشنبه(د تلې۱۶مه) کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره په لیدنه کې وکړې.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاته کړې، له واشنګټن څخه ورسره راغلی پلاوی کې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو، سپینې ماڼۍ او یو شمېر امنیتی بنسټونو استازی شامل دی.
خلیل‌زاد وایی ورسره راغلی پلاوی صلاحیت لرونکی دی:«موږ کولی شو په هر چوکاټ کې د سولې خبرو کې حضور ولرو او اسانتیا رامنځته کړو.»
که څه هم ښاغلی خلیلزاد ویلی، د افغانستان د سولې بهیر د افغانانو کورنۍ موضوع ده، خو افغانستان کې یې د جګړې پر پای ټینګار کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87719

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *