خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو کې د غیردولتی بنسټونو ونډه

  • خپرول: ۱۰ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: رشد
  • د خبر شميره: 8352

د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې اوس‎مهال په هېواد کې ۲۱۴۰غیر دولتی خدماتی موسسې فعالیت لری چې له ډلې یې ۱۸۰۰ کورنۍ او ۲۷۰ یې بهرنۍ دی.

د رشد خبړی آژانس په رپورت، د شمېرو له مخې په ۱۳۹۴ کال کې دې موسسو له کورنیو او بهرنیو سرچینو د روغتیا، پوهنې، کرنې او ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ۸۲۰ میلیون ډالره لګولی دی.

له بلې خوا یو شمېر هېوادوال هم د هېواد په لیری پرتو سیمو کې د اقتصادی ستونزو شتون په پام کې نیولو سره او د دولتی موسسو نه پام سره، د غیر دولتی موسسو چارې ګټورې دی.

د اقتصاد وزارت ویاند، سهراب بهمن وویل:«په هېواد کې غیردولتی بنسټونو خدمتونه په بیلابیلو برخو کې ډېر مهم دی. تاسو ګورئ چې اوس روغتیا، پوهنې او نورو برخو کې خدمتونه ښه شوې دی او چې دا د دولت نه بلکې د غیر دولتی بنسټونو هڅې دی.»

سره له دې په هېواد کې نا امنۍ او اقتصادی ستونزې د دی بنسټونو د کار پر وړاندې خنډ دی.

د «افغانستان ښوونې او مسکلی خدمتونه» موسسه ۶ کال مخکې ښځو ته د مسکلی زده‎کړو په موخه فعالیت پیل کړ، اوس د دې بنسټ چارواکی وایی  چې د نا امنیو سره سره بیا هم دوی د هېواد په لیری پرتو سیمو کې فعالیت کوی.

د افغانستان ښوونې او مسکلی خدمتونو بنست مشره، کریمه رحیمیار څرګندوی:«اوس‎مهال دا خدمتونه ډېر اړین دی او غیر دولتی بنسټونه کولی شی چې په لیری پرتو سیمو کې فعالیت وکړی لکه څنګه چې موږ دا کار کوو.»

د مسلکی زده‎کړو یوه زده‎کوونکې راحله وایی:«له هغه وخته چې مې په دې موسسه کې کار پیل کړی، ډېر څه مې زده کړی او غوښتنه مې دا ده چې حکومت دا خدمتونه پراخ کړی.»

سره له دې چې د دې بنسټونو فعالیت د اقتصاد او کارموندنې لپاره ګټور دی، خو بیا هم نه څار د بودجې د حیف او میل کولو په اړه اندېښنې هم راپورته کړې دی.

د نړیوالې سوداګرۍ د خونو پلاوی عامل رئیس، عبدالقادر بهمن څرګندوی:«که دې بنسټونو کارونه په جدی توګه مدیریت شی نو پرته له شکه چې د غیر دولتی بنستونو کار اغیزمن دی.»

خو د اقتصاد وزارت وایی چې د غیر دولتی بنسټونو د کار کړنو څارنې په موخه د «د غیردولتی بنسټونو قانون» کې بدلون راغلی دی او ټاکل شوې ده چې هغه بنسټونه چې په رڼه توګه کار نکوی، نو منحل به شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=8352

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *