خلجیان غلجیان نه دی، خو غلجی خلجی شوی دی

  • خپرول: ۱ حوت ۱۳۹۶
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 45997


Fb-Button

استاد شهسوار سنګروال   

د سیاسی ا و تا ریخی جغرافېی له مخې د کسپین او بایکل ترمینځ ډېره لویه او پراخه سیمه پرته ده . د پامیر له لوړو څوکو نه راوا خله تربایکل او بیا د چین تر دېواله پورې، چې ان د خینګان له غرونو شروع کېږی ترختیځو سیمو پورې، چې منګولیا هم د همدغې ختیځې برخې شمال کې پرته ده، رسېږی.

د بایکل لومړنۍ سیمه د مغلانو اصلی ټاټوبی دی، خو دویمه سیمه بالخاش بیا د ترکانو اصلی استوګنځی ګڼل شوی دی. 

همدا راز د یورال په شاوخوا ځمکو کې لرغونی اریایان ودان ول، چې د جیهون اوسیحون ترمینځ پراخې سیمې او ځمکې تر خوارزم پورې د دوی په ولکه کې وې، خو ورورو د دغې سیمې ځینې برخې ترکانو او ترکمنانو لاندې کړې.

ولې په کومو سیمو کې چې مغل او اریا ټبرونه ګډ شول، په هغې برخې د ترک نوم کېښودل شو…ډېر ترکمنان او سلجوکیان هم د ترکانو له یو ځاې کېدو نه پیدا شوی دی، خو ازبکان بیا د ختیځو ترکانو زوزات ګڼل کېږی، چې ځینې ژبپوهان د دوی ژبه ترکی چغتایې ګڼی …هغه ترکان چې د یادو سیمو په لویدیځ کې پراته دی د نننۍ ترکیې ترکان ګڼل کېږی، چې په لویه پښه کې سره ګډ دی.

 نو کله چې ترکانو او ساسانیانو د افغانستان په شمال کې د یپتلیانو پر وړاندې یوه ټلواله جوړه کړه د شپږمې زېږدیزې پېړۍ په نیمایی کې بیا د سغدانیې په سیمه کې یپتلیانو ماته وخوړه، چې د جیهون ښی غاړې د ترکانو په ولکه کې پرېوتې او د افغانستان په شمال لویدیځو سیمو بیا ساسانیانو خېټه واچوله.

د تاریخ په اوږدو کې د هندوکش په شمال کې یوشمېر ترکی ژبې ځاې پرځاې شوې او ازبک توکمه وګړی، چې کله شیبانی خان له ایرانی صفویانو او هندی مغلو سره د جګړو له بابته سیمې ته راغی، ورورو ازبکان په دغو سیمو کې ودان او اباد شول. که څه هم په لرغونی تاریخ کې د نایمن او قبچاق په نوم یا دېدل ، ولې کله، چې د ازبک خان په نوم یو تن اسلا م ومانه نو د دې له پاره، چې له نورو نه یی توپیر وشی د ازبک په نوم یاد کړشول.

له دې لنډې یا دونې نه موخه دا وه چې له مینځنی اسیا نیولې ترافغانستان، ایران او ان هندوستان پورې په دغه لویه او پراخه سیمه کې اریایی اونا اریایی توکمونه ودا ن دی، چې بیا همدغه وګړی په لویواو وړوډلو اوټبرونووېشل شوی دی، چې موږ راجپوتان، سکان، هندوان، عربان، پښتانه، تاجک، ازبک، ترکمن، ایماق، مغلی ټبرونه، بلوڅ، بلور، شاړی، قزل باش، سا دات، قرغیز، ګوجر، سنګلېچی، واخی، تګیان، ازری، خوارزمی، براهوی، جټان، مرهټیان، تاتاریان، ارمنیان، کردان، کشمیریان، چغتایان، پراچیان، قزاقیان  اوپه لسګونه نور د بېلګې په توګه یا دولی شو.

د دغو قومونوپه لړکې یوشمېر داسې ټبرونه اوقومونه پېژنو چې په یادو هېوادونو کې د واک او ځواک څښتن ول او کلونه کلونه له مینځنۍ اسیا نیولې تر هنده پورې واک چلولی دی.

دلته موږ د هند یادونه وکړه، چې یوشمېرقومونه د ساری په توګه یادولی شو، چې په هندوستان یی حکومت کړی دی. د دې له پاره چې ځان خپل سرلیک ته نږدې کړو نوغوره به وی، چې سترګې د یوه نامتو ټولواک سلطان محمود واکمنۍ ته ښکاره کړو، چې د حکومت پلاز یی غزنی وو…ده په سرکې د یوه مرکزی حکومت د ټینګښت له پاره سیمه ییزو واکمنو ته ماته ورکړه، چې موږ د ده ورور محمد اسماعیل، چې په بلخ کې د سلطنت اعلان کړی وو، د سامانیانو سیمه ییز واکمن، د غرجستانیانو، د سیستانیانو، بلوچستانیانو، جوزجان، سرپل، چې د فرېغون سیمه ییز واکمنو په ولکه کې وو او یو شمېر نور سیمه ییزه واکمن د ساری په توګه یادولی شو، چې سلطان تر خپلې ولکې لا ندې راوستل.

کله چې غزنوی سلطان محمود په افغانستان کې د یوه با ثباته مرکزی حکومت بنسټ کېښود نوبیا د خپلې ټولواکمنۍ پراختیا او پرمختیا له پاره یې بډې راووهلې …لومړی یې په ۱۰۱۷کال خوارزم لاندې کړ، که څه هم له دینه دمخه د ده خسر ایلک خان، په داسې حال کې، چې دی په ملتان کې وو، بلخ اوهرات ونېو. نامتو تاریخپوه غبار په دې تړاو کاږلی دی چې ایلک خان، چې په ۱۰۰۵کال په بلخ اوهرات برید وکړ، محمود په دغه وخت کې ملتان کې وو، چې د ملتان سیمه ییز واکمن د شېخ حمید لمسی د نصر زوې داود  او قرمتیان له مینځه یوسی ...

د روایتونوله مخې شیخ حمید په قوم د غور لودی ټبر، چې په لویه کې پښتون او د غلجیانو سکنی تربور ګڼل کېږی، چې یوه سترټبر ته منسوب دی. په دې تړاو محمد قاسم فرشته کښلی دی،؛شیخ حمید لودی ان د غزنویانو له واک نه لا دمخه په ملتان کې والی وو.ده د دغو سیمو افغانان په پوځی چوڼېیو کې ځاې په ځاې کړل، چې په لمغان او ملتان د تېرېیو او یرغلونو مخه ډب کړی …که څه هم د سبګتګین زړه دا وو،چې د شیخ حمید په سیمو باندې له بریده ځان وژغوری.؛لومړی ټوک شپږم مخ . .

یو شمېر شجره کښونکو د لودی ټبرلومړی استوګنځی د افغانستان غور ګڼلی دی. نامتو ختیځپوه الفسټن لیکلی دی، چې غور د پښتنو لومړی ټاټوبی دی او بیا وروسته د سلېمان غره شاوخوا سیمې یې دویم ټاټوبی ګڼل شوی دی…پښتانه له ډېرې لرغونې زمانې د غور په غرونو کې استوګن ول.؛ وګورئ ۱۵۸مخ؛

داچې غوری شها ب الدین دهند په نیمه وچه کې واک اوځواک ترلا سه کړ یولا مل یې دهند په نیمه وچه کې د پښتنو دبېلا بېلوپښو،خیلونواوقومونوشتون وو، چې موږ غلجیان،کا کړان ،کرلاڼیان، لواڼی، ګګیاڼی، یوسفزی، دلازاکی او په لسګونه نور  زی اوخېلونه د بېلګې په توګه یا دولی شو.  ابن بطوطه وایی شاه افغان د سند په ملتان کې یاغی شواودهغه ښار امیر یې، چې بهزاد نومېده وواژه…محمد شاه تغلق له شاه افغان سره د جګړی تیاری ونېو…ضیا الدین برنی هم په تاریخ فېروز شاهی کې د سلطان تغلق او د پښتنو د پېښو بیان د ملتان، دولت اباد او ګجرات په شاوخوا سیموکې  کړی دی .(وکورئ ۱۸۲_۱۸۳مخونه ۱۳۵۷کال )

موږ د مخه دایلک خان یا دونه وکړه په دې اړه عبد الجبارعتبی ویلی دی ،چې سلطان محمودد ایلک خان له ځوا کونو سره د مقابلې له پاره د نورو ترڅنګه افغان جنګیالی مېړونه هم راټول کړل…عتبی نه یوازې د افغانانو یادونه کړې ده بلکې د ترک، خلج، هندو او افغان قومونه یې هم یادکړی دی ،چې له یلک خان سره مقا بله وکړی …(تا ریخې یمنی ۲۸۵مخ ).

که چېرې دلته له خلج څخه موخه غلج وی، ما نا دا چې خلج مساوی غلج، افغانان نه دی…نوبیا پوښتنه پیدا کېږی، چې خیرافغا نان څوک دی؟ حال داچې غلجیان د افغانانو د ټبر یوه څانګه ده. یوه بله خبره هم ډېره د پا م وړده ،هغه دا چې د لودیانو او سوریا نو د واک په مهال خلجی واکمن ددوئ دواک او سلطنت غلیمان او دښمنان واقع شوی د ی…دمثال په ډول،هغه مهال چې د خلجی دربار نامتو وزیر حمید خان وغوښتل، چې د سلطان علا والدین پرځاې بل څوک دډیلی په تخت کېنوی .په دغه وخت کې خلجی سلطان محمود دمالوی پا چا وو،چې له ډیلی څخه لرې وو نو دډېرو سترګې سلطان محمود شرقی ته اوښتې،دا ځکه چې دده میرمن ملکه جهانه د تا ریخ دا ودی په قول د سلطان علا والدین لورکېده …بهلول لودی یوبل ځواکمن قومندان وو،چې ځان یی دډیلی دتاج وتخت وړ با له. سیرالمتا خرین(۱۳۸مخ) کا ږلی دی، چې د جونپورپاچا سلطان محمود له دوه لکه پوځ سره دخپلې مېرمنې په سپا رښتنه، چې ډیلی زما دپلار ملک دی، بهلول څوک دی چې د ډیلی په تخت کېنی ؟ډیلی ته راننووت.

اوس که چېرې خلجی سلطان محمود اوشرقی محمود له غلجی ټبر سره یو وبولو، نوبیا خو په لویه پښه کې لودی بهلول هم د غلجی تربوردی، نوبیا ولې ددوئ ترمینځ قومی مشران یوه جورجاری ته ونه رسېدل ؟ که چېرې ددې خبرې ځواب دا وی،چې دواک په سر د ورونو تر مینځ هم کله کله خونړئ نښتې شوې دی …که چېرې خلجی وا کمن موږ غلجی وګڼو نوبیا دغه پوښتنه هم پیدا کېږی، چې کله به په لودی اویا ان په سوری واکمنو په سرکې بهلول لودی او سوری شېرشاه سخته راغله نوبیا به یی کندهاراو یا دسلېمان غرونو مېشتو پښتنو ته ځواب واستوه او خپل پوځ به یی پیاوړی کړ …دطبقا ت اکبری په لومړی ټوک ۳۶مخ کې راغلی دی چې سلطان بهلول ته له پښتونخوا نه تا زه ځوا کونه را ورسېدل …ولې دغه کار خلجی واکمنو نه کوه ؟ که چېرې دوی په رښتیا غلجیان وو، خو دغه کار دوی هم کولی شو…له بهلول لودی نه ترسوری شېرشاه پورې تل دغه کار شوی دی او خپل واک او ځواک یې دهغو پښتنو پر مټ ساتلی دی …په دې تړاو بله کومه خبره چې ډېره مو همه ده، هغه داچې کله له پښتنو پوښتنه کېږی، چې په قوم غلجی یې اوکه درانی؟ان داچې دافغانستان یوبل سترقوم کرلاڼی ترډېر بریده څوک نه پوښتی، چې کرلاڼ یې ؟ نوکه غلجی وی وایی غلجی یم ،ولې دانه وایی ،چې هوتک یم یا لودی یم یا توخی …که چېرې بیا ترې وپوښتل شی ،چې غلجی کې څوک یی؟ نوبیا ورته وایی ،ناصریم، نیازی یا ابراهیم خېل او نور. همدغسې درانی در واخله …غلجی،درانی کر لا ڼی دا نومونه د قومونومجمو عې ته په کاروړل کېږی ،نه یوازې یوخېل یو زی او یا یوې پښې ته . د بېلګې په توګه دغور شهزاده شاه حسین دوه مېرمنې درلودې ،چې دیوې مېرمنې نوم یې بی بی متو او دبلې نوم یې مهې وه .بی بی متو دوه زامن درلودل ،چې دیوه نوم یې غلجی اود بل یې لودی یا ابراهیم وو…همدا ډول که خلجی غلجی وی د یا دو روا یتونو له مخې ،نوښا یی د خلجیانواولودیانودوښمنی دومره خونړئ شوې نه وای …دساری په توګه که بابر دپښتنو له سرونواو ککرېیو څلی اوبرجونه درول ،خودیوه بل قوم سړی وواودهغه نیکونو هم ورته کار کړی وو. نوبیا غلجیانو ولې داسې له بېرحمئ ډک کار کوه …؟دمثال په ډول:خورشید جهان دیوې کیسې له مخې پلو پورته کړی دی، وایی د بهلول لودی جنګیالی دسلطان محمد شاه دیوه پلوی جسرت په ولکه کې راغلل، کله چې دهغوی پرې شوې ککرۍ دبهلول د تره فېروزخان له مخې تېرولې، چې داککره پېژنئ؟ نو ده به ځواب وایه. په دغه وخت کې دده د زوې شاهین خان ککره وروښوده، چې داپېژنې؟ ده ووېل، نه دا نه پېژنم.  یوچا ووېل ددغې ککرۍ څښتن له موږ سره داسې وجنګېد، چې موږ فکرکا وه لودی بهلول دی…په دغه وخت کې دبهلول تره ملک فېروزغږکړ،هو پېژنم یی زوې مې دی شا هین خان. جسرت ترې وپوښتل، چې اول دې ولې ونه وېل ؟ هغه ورته ووېل ما وېلې نه چې په مېړانه، نه وی مړشوی …

په هرحا ل،  یوشمېر څېړونکې بېل بېل اندونه لری او د خپلو نظریاتو له مخې وېشلی دی: په تاریخ فېروزشا هی کې را غلی دی، د خلجی کورنۍ بنسټوال جلال الدین خلجی ترک نه و…دده توکم له ترکانو توپیردرلود…ده په ترکانو باورنه درلود، ترکانوهم دی خپل نه ګاڼه.(تا ریخې فېروزشاهی دهند چاپ ۱۳۴مخ ) په دغې یا دونه کې چې جلا ل الدین توکم له تر کانو تو پیردرلود که د دې خبرې مانا داوی نوڅشی وه ،ایاخلجی وو؟که بل څوک ..اوا یا افغان وو؟لیکوال یې په اړه په ځغرده خپله خبره نه ده کړې .!؟ یوه هندی تا ریخپوه جی جی میهټا په خپل کتاب کې داسې لیکلی دی: خلجیان دترکانوله ۶۴ قوموڅخه یو وه ،چې په څلورمه پېړۍ کې اوسنی افغا نستان ته را کوچېدلی وو او دوخت په تېرېدویې دافغا نانو دودو دستورخپل کړی دی.. (Advanced investigate in a story of Medieval India volume (1)) 

د همدغه کتاب په یوه څپرکی کې چې خلجی امپریا لیزم نومېږی داسې راغلی دی، چې ددیارلسمې زیږدی پېړۍ په سرکې دهلمند اوکابل په سیمو کې خلجیان د مغلو د تورې اووسلې له زوره دېته اړ شول، چې په ډېرشمېرکې هند ته وکوچېږی، چې بیا نودګنګا په غا ړوکې په کرونده او پوځی چاروبوخت شول. اوس موږ پوهېږو چې د مغلو د مشر چنګېز له خونړیو بریدونو کوم واکمن ټبردېته اړشو، چې دهند نیمې وچې ته په لوې شمېرکې په ډله ییزه توګه را واوړی ؟.

  دا رنګه په برېتا نیا دا یرت المعارف کې هم د خلجی کورنۍ ترسرلیک لا ندې راغلی دی چې خلجی کورنۍ (۱۲۹۰-۱۳۲۰زکال) د ډیلی دسلطنت دویمه مسلمانه سلطنتی کورنۍ وه چې اصلا ترکان ول …  بیا وګورEncyclopaedia Britannica

په اریا نا دایرت المعارف کې دغلجی کلمې لرغونتوب ته په اشا ره دغلځی،غلزی،خلجی،غرزی په بڼه کلېمې کا رول شویدی ،چې دغه کلمه د غرله کلیمې نه جوړه ده …ولې دلته ګورو،چې په درې کلیموکې دغ توری د مختاړی په بڼه راغلی دی خویوازې په خلجی کې بیا د خ توری کا رول کېږی

د دایرالمعارف په اوم ټوک کې  ۶۳۳ مخ د محمد قا سم فرشته په قول، راغلی دی چې خلجیان د چنګیز د ځوم خالج خان له نسله ښودل شوی دی، ولې…د منهاج سراج دطبقات ناصری په قول پنځلس تنه، چې په هند کې په خلجی یاد شوی دی، دوئ د همدغه غلجی کورنۍ پورې تړلی پښتا نه دی، چې ټول اخلا ف یې اوس په افغانستان کې اوځنې یې په هندوستان کې هم پښتو وایی. له دې سربېره د پښتواریا نا دایره المعارف په دریم ټوک ،پنځه سوه څلریشتم مخ کې د خلجیان ترسرلیک لاندې داسې لیکلی دی :؛ ترغوری شهاب الدین وروسته، لومړی قطب الدین ایبک ،دشها ب الدین نوکر،بیا التمش،دقطب الدین نوکر،د غوریانوپه میراث په هند کې سلطنت ته ورسېدل .خود التمش له کورنۍ څخه وروسته دغیا ث الدین بلبن کورنۍ واک ته ورسېده اوبیا چې ددې کورنۍ وروستی ټولواک کیقباد مړشو نو دپنجاب والی فېروزخان پرډیلی قبضه وکړه اود جلا ل الدین خلجی لقب یې ځا ن ته غوره کړ. دغه کورنۍ د پشت رود، د با رکزونا وې خلج نومې علا قې ته منسوبه ده ،چې له (۶۸۷-۷۲۱)هجری پورې په هند کې د سلطنت واګې په لاس کې وې .روایت کا چې دفېروزخان په دوره کې هم د پښتو ژبې ادب ته پاملرنه شوې ده،د چا به،چې پښتو زده وه هغه سړی به دده په حضور کې قدردرلود.دومره څرګنده شوې ده ،چې فېروزخان به د پښتو قدر کا وه نوردهغه له دورې له ملی شاعرانو څخه نور څه معلومات تراوسه لاس ته نه دی راغلی.

ایډورتوماس په ۱۸۷۱کال کې یوکتاب له لندنه خپور کړی دی. ده په هند کې له ۱۲۰۰زنه تر۱۵۶۶ز پورې دډیلی د سلطنت دوره د پټا نا نو په لاس کې ښودلې ده .دا د پنځو مسلمانانو کورنیوشاهی دوره ده . ..

جوینی(علاوالدین،تاریخ جهانکشای یوسلودوه دېرشم مخ) کښلی دی، قراچه اوقونقونوین له سل زره خلکوله پلې اوسوارووسره را ورسېدل،غزنوی خلجیانواوافغا نانوبا ندې داسې نا دودې وکړې،چې ساری چا نه وولیدلی…ځنوته یې اوراچوه اوډول ډول سزاوې  .ورکولې ..

دلته چې د افغان او خلجی دواړونومونه راغلی دی، دا رنګه د تا ریخې فرشته په ۴۵ مخ کې  د سلطان محمود دیوې جګړې دبیان په ترڅ کې را غلی دی ،چې ارسلان جاذب له لس زره ترکی،افغان او خلجی لښکروسره را غی اواته زره کفا ریې ووژل …دلته ګورو،چې خلجی نه ترکان ګڼل شوی اونه هم افغا نان !؟

با برهم په با برنا مه کې (تزک ) د غزنی دسهل ختیځ (خلجی افغا نانو) یا دونه کړې ده،چې په څرګنده یې دوئ ا فغانان په ګوته کړی دی…له بلې خوا کله، چې دولت خان لودی پښتون (غلجی = خلجی !؟) د خپل تربورابراهیم لودی د واک د نسکورولو له پا ره با برته بلنه ورکړه، چې هند ته را شی  او په ګډه دلودی ابراهیم سلطنت چپه کړی .بیا یې خپل زوې دلا ورخان کا بل ته واستوه …کله چې با برهند وستان ته راغی نوبیا به یې دا خبره په ځغرده کوله،چې هندوسا ن ګنې زما د نیکه په قواله دی اوما ته په میراث پا تې دی .

هغه هندوستان چې د لودی ابراهیم نیکه په جرګواوخپلې اوښیارئ ګټلی وو، هغه د شوکت افغان،مرقع افغان اوتا ریخ  دا ودی په قول ، بهلول،چې کله خبرشوچې شرقی سلطان محمود د ده پروړا ندې برید ته چمتووالی نیسی نوبیا یې یوه جرګه پښتونخوا ته واستوله اوهرې پښې ،قوم اوقبیلې ته خطونه ولیکل ،د شوکت افغان په ټینګار په لیکونوکې راغلی ول، چې نورقومونه غواړی پښتا نه له هندوستانه ورکړی ،چې اشاره یې ترډېره بریده خلجی محمود اوشرقی محمود ته وه…نو…هندوستا ن داسې ګټل شوی وو،چې په هغه کې د افغا نیت اوپښتنولۍ خبره ډېره دپام وړ وه .

د با بر یادونه له خپل نیکه نه ښا یی موخه یې تېمور وی. ولې دا باید له پا مه ونه غورځېږی،چې دهند په نیمه وچه کې ددغې څېړنې له مخې چې دکوموتوکمونویا دونه شوې ده،په دغوقومونوکې یو هم پښتون ټبر دی چې بېلا بېل قومونه ،د دله زاکوپه ګډون،چې له اټک نه را واخله ترټکسلا اوخانپوره پورې ددوهمې هجری پېړې په شا وخوا کې ځا ې په ځاې شوی دی، د پام وړیې ګڼلی شو. د همدغو قومونو په لړ کې یو هم، لودی قوم وو، چې د واک لومړی پېریې همغه د شیخ حمید لودی واک دی،چې د درېیمې اوڅلورمې هجری پېړۍ په مینځ کې قدرت ته رسېږی ،د حکمرانی پلا زیې ملتان وو،چې بیا همدغوملتانی لودی واکمنود خپلوویا ړنونښې نښانې موږته په میراث پرې ایښې دی .د مثال په ډول د دوی دواک په مهال اعلان اللودعی فی اخبا راللودی په نوم یوکتاب کښلی دی .،چې کا مران خان سدوزی په خپل کتاب (کلید کا مرانی ) کې له هغه څخه اقتباس کړی دی .(وګورئ افغا نان له پا رس نه ترهندوستانه ۴۱مخ ،دادبیاتوتاریخ ۸۰مخ ). شیخ رضی په اخبار لودی کې دلودی احمد په وینا ،چې د پښتوژبې شا عرهم وو د سلیمان غرونو شاو خوا یې د پښتنو د ویښتیا له پا ره یې تبلیغ کا وه . له شیخ حمید لودی وروسته د غوری شها ب الدین په دربا رکې هم د پښتوژبې شا عرانو شتون درلود .یانې سلطان که له یوې خوا د هند په نیمه وچه کې د پا لنپوری مفتی محمد په قول اسلام خپروه،”دهندوستان داسلا می سلطنت با نی شها ب الدین محمد غوری دی .” وګورئ د هند تا ریخ ۴۶مخ ؛ ،خوله بلې خوا یې په خپل سلتنطی دربارکې پښتانه شا عران سا تل .له دغې یادونې نه موخه داده چې ولې خلجی واکمنو په دربارکې پښتانه شا عران نه ول،  ښایی یو سترلامل یې دا وی، چې دوئ په پښتوژبه نپوهېدل …!؟ داچې د غو ریانو ددربار ژبې پښتواو پارسی وی، نوځکه خوددوئ په در بار کې شیخ تیمن پړېڅ، شیخ اسعد سوری، ملکیارغرشین، ښکارندوې… ښا یی نورډېر دغوریانو له دربارسره په تړاو کې ول. په دغوشا عرانوکې داسې شا عران پېژنو لکه شېخ ملکیارغرشین، چې له سلطان شها ب الد ین غوری سره دهند په سفر کې ملو چې بیا همدغه سلطان په ډیلی کې ځمکه ورکړه،چې په پاې کې هملته ومړاوشیخ ابوبکرطوسی ته څېرمه خاوروته وسپا رل شو .همدارنګه دغزنوی محمود دواک په مهال هم یوشعرترګوتوشوی دی چې یوټا کلی زمان اومکان په ګوته کوی چې تا ریخی ارزښت یې ماته دپام وړ دی :

ترکو نا مردوهسې ودنګل له نا مو ننګه

دا زه پښتون وم، چې ولاړ وم د سلطا ن تر څنګه

توره په لاس په سره اور د عرصا ت و ختم

له بت شکن سره په دژ د سومنا ت وختم  

د سومنات په تړاوداسې انګېرنې هم شته چې کله پښتانه د بوت خونې ته نږدې شول، نوبیا یې پخپلوجنګیالېیوغږ وکړ: تربورانو خپلې لمنې له یوبل سره غوټه کړی،چې د سرخطر دی نه چې له جګړې نه پر شا شئ …

د بهلول د واک په مهال هم د ده په شمول ډېر پښتانه شا عران ول چې موږ بهلول لودی، خلیل خان نیازی، شیخ عیسی مشواڼی، شیخ علی سرور لودی، شیخ بستان بړېڅ اوپه لسکونو نوریا دولی شو. ولې د لودی بهلول مخا لف سیال دخلجی محمود په دربا رکې دا سې دکوم نامتوشا عر پته ترموږه نه ده رارسېد لې،چې د پښتو ادبیاتوکومه پا ڼه پرې رنګینه شوې وی .(یا ښا یی ما ته معلوما ت نه وی ) که څه هم د  شرقی محمود په پوځ کې ډېرپښتانه جنګیالی په سرکې د بهلول لودی سکنی تربور،چې دیوه سترپوځ قومندان وو، دریا خا ن لود ی د بېلګې په توګه یا دول شو،چې د بهلول پروړاندې جنګېده .

هغه مهال چې لودی بهلول له ډیلی نه د باندې وو، شرقی محمود دډیلی په سلتنطی کلا، چې ما (لیکوال) دغه کلا لیدلې ده، چې دکلا هربا زو یې دوه کیلومتره کېږی،کلا بنده کړه. مستو بی بی په ډېرې زړورتیا له کلا نه داسې دفاع کوله، چې مخا لفینو فکرکا وه ګنې کلا کې پیا وړی ځواک شتون لری، ولې بیا هم مستوبی بی خپل یوه نوکر سا دات ته دکلا کلۍ ورکړې، چې لودی دریا خان ته یې ورکړی. هغه چې ورغی لومړی ورته ووېل،چې محمود شرقی دې څه کېږی ؟ لودی در یا خان ورته ووېل، هېڅ مې نه کېږی، دی مې سلطان دی اوزه یې نوکر یم …هغه بیا ترې وپوښتل، چې بهلول دې څه کېږی ؟ هغه ورته ووېل، هغه مې تربوردی، بهلول هم پښتون لودی دی اوزه هم. د ده خور زما خور او د هغه مېرمن زما وریندارکېږی .سا دات ورته ووېل،یا نې ما نا داچې دهغه عزت ستا عزت دی ؟ هو بېخی همداسې ده…نوچې بیا داسې ده ته د هغه د دښمن قومندان یې، کوم چې نن د بهلول لودی دکورنۍ عزت دهغه په لا س لوټ کېږی…ددغوخبرو په اورېدولو بیا دریا خان خپل لوری واړوه اوپه بده ورځ دهغه دخواښې مستو بی بی په ملاتړ د ټوپک خولې د شرقی محمود لورته کږې کړې .

پا یله او وروستئ خبرې:

د یا دوڅرګند ونوسره سره لا دغلجیانواو خلجیانو ریښې د زمان په تورو خړوکې پټې دی اوددوی رښتنی انځورلا اوس هم تت دی،ولې د ا یوه خبره لکه د لمر غوندې څرګنده ده ،چې غلجیان دافغا نستان یولرغونی ټبر ،چې په لویه پښه پښتانه دی ،نه یوازې په اوسنی افغانستان کې د کارنا مو زرین تا ریخ لری، بلکې په سیمه کې هم ددوئ تا ریخی ویاړونه  د پا م وړدی ….

په پا ې کې زه په دې ټینګارکوم،چې د څېړنې مخه ډب نه کړو،چې ووایوخلجی غلجی دی اویا په دې ټینګاروکړو،چې خلجی غلجی نه دی …ښه به وی،چې دڅېړنو لمن لا وغوځوو، ترهغې چې دیوې پرمختللې تکنا لوجی پرمټ یوې ګټورې پا ېلې ته ورسېږو .د ساری په توګه ،کوپرنیک د لمریزنظام ،دځمکې دګرځېدو په تور د کلیسا ملاله واده کولومنع کړ. یوه ورځ له یوې جلۍ سره په مینه کولوتورن وګڼل شواوبیا له کلیسا وشړل شو.

وروسته په ډېرئ بېوځلې ومړاو د کلیسا په یوه کونج کې ښخ شو…کله چې څېړونکو د ځمکې د ګرځېدوپه تړاو سپړنې وکړې. په پاې کې د کوپرنیک د نظریاتو او اندونو پخلی وکړ او بیا په دې پریکړه وکړه، چې د ده هدیره ومومی. له ډېروهلوځلو وروسته په ۲۰۱۰ کال، په یوه کتاب کې د ده ویښته پیدا کړ او د هغه له مخې ۷۰۰ کاله وروسته د ده  قبریې وموند او بیایې له سره د ده هډوکی په ډېره دب دبه خاورو ته وسپارل. په همدې هیله

اوس له پا ره همدومره .

اړوند مطالب


د پښتو ژبې لومړنی څلوریزه لیکونکى/ سید اصغر هاشمی


د هندوستان لودیان/ شهسوار سنګروال


په م.م. کې د پاکستان استازې: القاعده او نورې تروریستی ډلې مو له منځه وړی


یو موټی افغانستان د دې خاورې په ټولو قومونو او خلګو اړه لری! حبیب الله ذکی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=45997

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *