سرویس رادیو آزادی

د بریتانیا سمندری ځواکونو د ایران بېړې خوشې کړهرادیو آزادی

د ایران د تېلو د لېږدولو یوه ستره بېړۍ چې په جبل‌الطارق کې نیول شوې وه، خوشې شوې ده. د سمندر پورې غاړې ته د بریتانیا د مربوطو سیمو چارواکو پرون د اګسټ په ۱۶مه، وویل چې د ایران بېړۍ ازاده ده او له دې سیمې تلئ شی. د راپورونو […]

سرچینې: په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ورور ووژل شورادیو آزادی

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله ورور پرون په بلوچستان کې د جومات دننه په چاودنه کې ووژل شو. پولیس وایی، څلور تنه د کوټې ښار په یوه جومات کې په چاودنه کې وژل شوی او تر۲۰ ډېر ټپیان شوې دی. افغان اسلامی اژانس او روېټرز د طالبانو د دوو […]

د امریکا کانګرس غړې رشیده طلیب اسرائیل ته له تګ ډډه وکړهرادیو آزادی

تر هغه وروسته چې اسرائیل د بشرپالنې پر اساس، د امریکا د کانګرس د استازو مجلس غړې، رشیده طلیب ته اجازه ورکړه چې لویدېځې غاړې ته ولاړه شی، هغې وویل چې له دې پلانه‌یې ډډه کړې ده. تر دې وړاندې د اسرائیل حکومت د امریکا د کانګرس دوو ډموکراتو غړو، […]

شاه دو شمشېره جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو بیا رغول کېږیرادیو آزادی

د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشېره جومات د بیا رغولو کار پرون د اګسټ په ۱۶ مه، پیل شو. د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ویلی چې دا تاریخی جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو رغول کېږی او د بیارغونې کار به‌یې په […]

په ایران کې د بشری وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکی اندېښنهرادیو آزادی

په ایران کې د بشری حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایی، تېر کال د بشری حقونو، د بیان د ازادیو او عادلانه محاکمو په برخو کې په ایران کې سختۍ زیاتې شوی. جاوېد رحمان پر ایران د اعدامونو له کبله هم انتقاد کړی دی. په […]

د جرمنی یوې محکمې یو افغانی‌الاصل جرمن ایران ته په جاسوسۍ تورن کړرادیو آزادی

د جرمنی محکمې یو وګړی چې په خټه افغان دی، ایران ته د جاسوسۍ له امله تورن معرفی کړ. د جرمنی فدرالی څارنوالۍ پرون د اګسټ په ۱۶مه وویل چې پر دغه وګړی درانه تورونه لګېدلی دی. د نړیوالو خبری رسنیو په حواله، تورن عبدالحمید [س] نومېږی او له ډېرو […]

عمران خان د افغانستان د وضعیت په اړه له ډونالد ټرمپ سره خبرې وکړېرادیو آزادی

د پاکستان صدراعظم، عمران خان پرون د اګسټ په ۱۶مه، د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا له جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ سره خبرې کړې دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان او ټرمپ د ټیلیفونی مکالمې خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د […]

امریکا: د ایران د «ګرېس-۱» بېړۍ عمله به د ویزې له بندیز سره مخ شیرادیو آزادی

د امریکا متحده ایالات وایی، په جبل‌الطارق کې د ایران د تېلو لېږدوونکې بېړۍ خوشې شوې عمله ممکن د امریکا د ویزې له بندیز سره مخ شی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورټګس د پنجشنبې په ورځ وویل، د «ګرېس-۱» په نوم دې بېړۍ د ایران سپاه […]

شمالی کوریا یو وار بیا توغندی توغولیرادیو آزادی

شمالی کوریا یو وار بیا د سمندر په لور توغندی توغولی. تر دې مخکې هم شمالی کوریا ورته توغندی توغولی وو چې هغه جنوبی کوریا ته د امریکا سره د شریکو پوځی تمرینونو د دوام د پلان له کبله “جدی خبرداری” بلل شوی و. د جنوبی کوریا د پوځ لوی […]

ټرمپ: د چین ولسمشر دې په هانګ کانګ کې له اعتراض کوونکو سره وګوریرادیو آزادی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چین پر ولسمشر شی جین پېنګ غږ کړی دی چې په هانګ کانګ کې له اعتراض کوونکو سره په شخصی توګه وګوری، څو د نوموړی په وینا “روان کړکېچ ته یو خوشحالونکی او روښانه پای ورکړی.” ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دا څرګندونې […]

ملګری ملتونه: ۷ میاشتو کې ۲۱۷ زره افغانان له خپلو کورونو بې‌ځایه شویرادیو آزادی

ملګری ملتونه وایی چې د روان میلادی کال په تېرو اوو میاشتو کې دوه لکه او ۱۷ زره خلک د جګړو له کبله د خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر «OCHA» په یوه بیان کې چې پرون خپور […]

د کرملېن ماڼۍ په انګړ کې یو ناچاودی بم موندل شویرادیو آزادی

د کرملېن ماڼۍ په انګړ کې د دوهمې نړیوالې جګړې له مهاله پاتې یو ناچاودی بم موندل شوی دی. د روسی رسنیو د راپورونو له مخې دا بم د مسکو سیند ته نږدې د کرملېن په تاینیڅکی «Tainitsky» بڼ کې د ساختمانی کار پر مهال موندل شوی دی. چارواکی وایی […]

د امریکا کانګرس دوه مسلمانې غړې اسرائیل ته د ننوتو اجازه نه‌لریرادیو آزادی

اسرائیل وایی، د امریکا د کانګرس دوو مسلمانو ډموکرات غړو ته به دې هېواد ته د ننوتو اجازه ورنه‌کړی. دا پرېکړه وروسته له هغه اعلانېږی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل دا به د اسرائیلو ډېره کمزورتیا وی که د کانګرس دې دوو نویو انتخاب شویو غړو ته اجازه […]

د ملی امنیت ریاست یو پلاوی پکتیا کې د ملکی تلفاتو په اړه څېړنې کویرادیو آزادی

د ملی امنیت عمومی ریاست وایی چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې په پوځی عملیاتو کې د ملکی تلفاتو د ادعاوو په اړه د څېړنې لپاره یوه پلاوی ته دنده سپارل شوې ده. ملی امنیت په یو بیان کې چې پرون خپور شو وایی، دا پلاوی د ولسمشر […]

له بنده د خلیل‌الله فروزی د خوشې کېدو په اړه د امریکا سفارت غبرګونرادیو آزادی

په کابل کې د امریکا سفیر، د فساد پر ضد په مبارزه کې د افغان حکومت پر اجراآتو شک څرګند کړی. جان بس د ملی امنیت د پخوانی رئیس رحمت الله نبیل له قوله ورکړل شویو هغو راپورونو ته چې وایی افغان حکومت د کابل‌بانک پخوانی مشر خلیل‌الله فروزی د […]

امریکا په ایران کې د درېیو اجباری حجاب ضد ښځو محاکمه وغندلهرادیو آزادی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د درېیو ښځو محاکمه غندلې ده. په ایران کې درې ښځې چې یوه لور او مور هم په‌کې دی، د اجباری حجاب د قانون پر اساس د اعتراض له امله په ۵۵ کاله زندان محکومې شوې دی. دا ښځې یاسمن اریانی، […]

مودی: جمو او کشمیر به خپل پخوانی برم ترلاسه کړیرادیو آزادی

د هند صدراعظم، نرېندرا مودی نن وویل چې د جمو او کشمیر د خاص وضعیت له لغو کېدو سره به دا سیمه خپل پخوانی برم ترلاسه کړی او د هند په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوی. نرېندرا مودی نن، د اګسټ په ۱۵مه، دا خبرې د هند د خپلواکۍ […]

اروپایی اتحادیه وایی راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لریرادیو آزادی

په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې مأموریت ویلی چې د جمهوری ریاست راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لری. په افغانستان کې د سپټمبر په ۲۸مه [د میزان شپږمه] د جمهوری ریاست انتخابات کېږی. د اروپایی اتحادیې پر ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکل شوی چې افغانان به […]

فلادلفیا کې پر پولیسو حمله کوونکی ونیول شورادیو آزادی

د امریکا په فلادلفیا کې پولیسو ویلی چې هغه وسله‌وال وګړی چې شپږ پولیس‌یې ویشتی، ونیول شو. پولیس پرون په فلادلفیا کې د دې وګړی کور ته ورغلی و او غوښتل‌یې چې د مخدره موادو په تړاو یو حکم عملی کړی. د فلادلفیا د پولیسو یوه چارواکی نن، د اګسټ […]

زرمت کې د ملکی تلفاتو د څېړنې په اړه د ملی امنیت ریاست ته سپارښتنهرادیو آزادی

د افغانستان د ملی امنیت عمومی ریاست ته سپارښتنه شوې چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ملکی تلفاتو په اړه له خپلو مسؤلو چارواکو تحقیق وکړی. د ملی امنیت شورا ویاند، کبیر حقمل نن د اګسټ په ۱۵مه، ازادی راډیو ته وویل چې د ولسمشر د سپارښتنې پر […]