خامنه ای د ایران سېلاب ځپلو سیمو ته ۲ میلیارده ډالر منظور کړل

  • خپرول: ۲۶ حمل ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 112741

د ایران مذهبی مشر علی خامنه ای په ایران کې د وروستیو سېلابونو له ځپل شویو سیمو سره د مرستې او بیارغونې په ترڅ کې له ملی پراختیایی صندوقه د دوو میلیاردو ډالرو ایستل منظور کړی دی.

د ایران د دولتی رسنۍ د راپور له مخې، حکومت پرون وویل چې وروستیو سېلابونو لارو، سړکونو، کورونو او کرنیزو ځمکو ته شااوخوا دونیمو میلیاردو ډالرو په ارزښت تاوان رسولی دی.

دا په اویا کلونو کې په ایران کې تر ټولو سخت سېلابونه وو چې د ځانی تلفاتو شمېر یې ایرانی چارواکو اویا تنه ښودلی دی.

سېلابونو همداراز له ۲۲۰ زرو زیات کسان دې ته اړ کړی چې په بېړنیو ځایونو کې ځای پرځای شی.

د ایران د دولتی ټلویزیون د خبر له مخې، ایات الله علی خامنه ای په هغه لیک کې چې ولسمشر حسن روحانی ته یې استولی، ویلی چې له پراختیایی ملی صندوقه به له دغو پیسو هغه وخت استفادې ته اجازه ورکول کېږی چې نورې مالی منابع پیدا نشی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=112741

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *