حیات: د ارغنداب وروستی برید په اړه څېړنې پیل شوی

  • خپرول: ۲۷ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 108985

د کندهار والی وایی، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د وروستۍ حملې تحقیقات پیل شوی دی.
د شنبې په ماښام د ارغنداب ولسوالۍ په ګل کلاچې سیمه کې په یوه بمی چاودنه کې د کندهار د عامه نظم د پولیسو قوماندان زمرى خان ووژل شو.
په پېښه کې د هغه درې ساتونکی او یو قومی مشر هم وژل شوى دى.
د کندهار والی حیات‌الله حیات پرون یکشنبه خبریالانو ته وویل چې د دغې پېښې تحقیقات پیل شوی دی.
ښاغلی حیات زیاتوی:
“د پېښې د تحقیق لپاره پلاوى ټاکل شوى دى. امنیتی او دفاعی ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د دغسې پېښو د مخنیوی لپاره لازم تدابیر ونیسی.”
وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دى.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=108985

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *