حیات الله حیات د ننګرهار والی په توګه ټاکل شوی

  • خپرول: ۲۵ ثور ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 58062

د ننګرهار د ولایت له مقام څخه د ګلاب منګل له استعفا وروسته، ولسمشر اشرف غنی حیات الله حیات یې د یاد ولایت نوی والی په توګه ټاکلی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده ویلی چې حیات الله حیات د ننګرهار نوی والی په توګه ټاکل شوی دی.
حیات الله حیات د ننګرهار پخوانی والی ګلاب منګل پرځای ټاکل شوی دی.
ښاغلی منګل د یکشنبه په ورځ د شخصی لاملونو له کبله له خپلې دندې لیری شو.
حیات الله حیات تردې وړاندې د هلمند والی په توګه فعالیت کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=58062

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *