حکومت: د عطا محمد نور لاسلیکونه نور د باور وړ نه دی

  • خپرول: ۲۴ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41117

د ملی یووالی حکومت چارواکی وایی: د بلخ ولایت څخه هیڅ ډول مکتوب او وړاندیز چې د عطا محمد نور له لورې لاسلیک شوی وی، نه منظورېژی او د ښاغلی نور لاسلیک له دې وروسته د باور وړ نه دی او د بلخ ولایت هغو سیمه ایزو کارکونکو تنخواوې او امتیازونه چې د عطا محمد نور د لاسلیک په واسطه ترسره شوی وی، د حکومت له لورې نه پلی کېژی.
د سیمه ایزو ارګانونو دخپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده ویلی، هغه والی چې استعفا ورکړی وی او یا داچې بدل شوی وی، دهغه لاسلیک نور د سیمه ایزو ارګانونو په اداره او وزارتونو کې رسمیت نه لری.
حکومت تمه لری چې د سیاسی خبرواترو په پای ته رسېدو سره، انجنیر داوود د بلخ نوی والی په توګه ور وپېژنی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41117

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *