حکومت د اسلامی جنبش ګوند اندېښنې بابیزه بولی

  • خپرول: ۲۴ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: بی بی سی
  • د خبر شميره: 83530

دوستم

د انځور حقوق
AFP

Image caption

جنبش ګوند وایی، کندوز، جوزجان، تخار، سرپل او بدخشان کې امنیتی وضعیت یو ډول دی.

د افغانستان د اسلامی جنبش ګوند خبرداری ورکړی، اوسنیو امنیتی شرایطو ته په کتو په شمالی ولایتونو کې ټاکنې نه شی ترسره کېدای.

دوی له دې وضعیته اندېښمن دی او دولت تورنوی چې د دغو ولایتونو امنیت ته لازم پام نه کوی. دوی دغه اندېښنه په داسې حال کې ښیی چې په جوزجان کې داعش ډلې ته له ماتې ورکولو وروسته په شمالی ولایتونو کې د طالبانو خوځښتونه ډېر شوی دی.

دفاع وزارت بیا وایی، شمال کې کافی شمېر امنیتی ځواکونه شته او کولای شی وضعیت کابو کړی.

د افغانستان د ولسی جرګې ټاکنو ته یوه میاشت او څلور ورځې پاتې دی، خو په یوشمېر ولایتونو کې ناامنۍ لا هم د ټاکنو پر وړاندې احتمالی ننګونه بلل کېږی.

په شمالی ولایتونو کې د طالبانو له څو ورځنیو جګړو وروسته د جنبش ګوند مشرتابه یوه غړی کنشکا ترکستانی وویل، د دې ولایت امنیتی وضعیت ښه کېدو لپاره د امنیتی ځواکونو هڅو چندان ښه پایله نه درلوده:

“دا وضعیت د افغانستان په شمال کې په ټوله کې په کندوز، جوزجان، تخار، سرپل او بدخشان کې بیخی یو ډول دی. د بېلګې په ډول که ووایو فاریاب کې یوازې د اندخوی ولسوالۍ نه پرته په هېڅ کومه ولسوالۍ کې د ټاکنو ترسره کېدل ممکن نه ښکاری.”

حکومت د ټاکنو په تړاو د یو شمېر ګوندونو غوښتنې “رد کړې”

د افغانستان یو شمېر سیاسی ګوندونو د ټاکنو نظام د بدلون غوښتنه کړې

‘د ملی امنیت مشر له جنرال دوستم غوښتی چې کابل ته ستون شی’

له دې مخکې د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی و چې افغان امنیتی ځواکونو د ټاکنو امنیت ساتلو لپاره کلکه ژمنه کړې ده او د پرېکنده ملاتړ ځواکونه هم د دې بهیر د امنیت په ټېنګښت او د اسانتیا رامنځته کولو لپاره ژمن دی.

د ټاکنو امنیت ته ګډ پلان

د افغانستان کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم بی بی سی سره خبرو کې ویلی وو، د ټاکنو امنیت ته یې ګډ پلان جوړ کړی چې په څو پړاوونو کې پلی کېږی.

د افغانستان دفاع وزارت هم په شمال کې امنیتی اندېښنې بې ځایه ګڼی او وایی، د ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره یې کافی امنیتی ځواکونه هالته ځای په ځای کړی دی.

د یاد وزارت ویاند غفور احمد جاوید وایی، شمالی ولایتونو کې په ځانګړی ډول فاریاب کې عملیات ترسره کړی او هلته هېڅ ډول امنیتی اندېښنه نه شته.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان پربنسټ پارلمانی ټاکنې به د تلې میاشتې پر ۲۸ مه ترسره کېږی.

په شمال کې داعش ډلې ته له ماتې ورکولو وروسته د طالبانو فعالیتونه یو څه ډېر شوی دی.

طالبانو څو ورځې وړاندې د جوزجان ستراتیژیکه ولسوالۍ خماب چې له ترکمنستان سره ګډه پوله لری ونیوله.

طالبانو په سرپل، فاریاب، کندوز، بغلان او تخار ولایتونو کې هم په تېرو څو ورځو کې جګړې کړی دی.

د طالبانو د بریدونو له ډېریدو سره هم مهاله دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی تعرضی بریدونه ډېر شوی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83530

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *