حکومت ته د ولسمشریزو نوماندانو خبرداری: ټاکنې تحریموو

  • خپرول: ۲۱ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 120092

د ولسمشریزو نوماندانو شورا د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره خبرداری ورکړی په هغه صورت کې چې ولسمشر د سرپرست حکومت د رامنځته کېدو پرسر ددوی طرحه ونه منی، دوی به ټاکنې تحریم کړی.
د اشرف غنی دولت قانونی وخت د غبرګولې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی خو سترې محکمې دا موده د ټاکنو د ترسره کېدو او د هغې پایلو تر روښانه کېدو غځولې ده. ۱۲ ټاکنیزو ډلو ددې حکم په ردولو سره ټینګار کړی چې باید سرپرست حکومت رامنځته شی.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په خپله ویناپاڼه یوځل بیا د دولت مشران په ځانګړی ډول ولسمشر غنی په قانون ماتونې او له دولتی امکاناتو په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړی دی.
دوی په دې باور دی چې دولت له خپلو ټاکنیزو سیالانو سره بې عدالتی او له توپیر ډک چلند کړی او دغه راز له دولتی امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120092

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *