حکومت ته د عطا محمد نور خبرداری: د دولت مشران باید له واک څخه لاس واخلی له دې پرته هېواد له کړکېچ سره مخ کېږی

  • خپرول: ۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 117424

د جمعیت اسلامی ګوند اجرایی مشر عطا محمد نور په یوه ویناپاڼه، اوسنی دولت د مشروعیت نه لیری بللی او له خلکو یې غوښتی ترڅو د لویو لارو، وزارتخونو او د ولسمشرۍ ماڼۍ شاوخوا سیمو د بندولو په برخه کې چمتوالی ونیسی.
نور په دې پیغام کې ویلی: د ۱۳۹۸ کال د غبرګولې لومړۍ نېټه د اوسنی حکومت دورې پای ده. د هېواد اساسی قانون په ۶۱ ماده کې راغلی چې د پنځم کال د غبرګولې په لومړۍ نېټه د حکومت کاری دوره پای ته رسېږی، له همدې امله د ملی یووالی حکومت نور شتون نه لری.
ده زیاته کړه: د ملی یووالی حکومت له قانونی مشروعیت څخه نه دی رامنځته شوی بلکه خپل مشروعیت د دوه ټاکنیزو ډلو له هوکړې او نړیوالې ټولنې څخه ترلاسه کړی او دا حکومت له دې وروسته توافقی مشروعیت هم نه لری او دا مشروعیت نور د خلکو په منځ کې د منلو وړ نه دی او نور حکومت شتون نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=117424

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *