حکمت خلیل کرزی: پاکستان یوځل بیا پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

  • خپرول: ۱۰ میزان ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 87430

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی وایی ، داڅوم ځل دی چې پاکستان چارواکی له افغان حکومت سره ژمنې کوی خو د عملی کېدلو پر وخت یې بیرته شاته کیږی.
ښاغلی کرزی په یوه غونډه کې دخبرو پر مهال وویل: پوره ۹ میاشتې کېږی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان بشپړ شوی دی خو دده په وینا په دغه پلان کې پنځه کاری ډلې ګومارل شوې وی چې هرې ډلې په خپله برخه کې ستونزې مشخصې کړې او بیا یې حللارې ورته پیداکړې.
کرزی زیاته کړه دواړو لورو پر دغه پلان هوکړه هم کړې ده، خو د ۹ میاشتو په تېرېدو لا هم د پاکستان په سیاست کې بدلون نه دی راغلی.
ښاغلی کرزی وایی په دې وروستیو کلونو کې دا څووم ځل دی چې پاکستان له افغانستان سره خپلې ژمنې ماتوی او پر شته تړونونو عمل نه کوی.
د نوموړی په باور پاکستان کولی شی طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړی، ځکه دغه ډلې د پاکستان تر مستقیم اغېز لاندې دی.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د نوی حکومت له راتګ سره داسی اټکل کېده چې ښایی دواړه لوری له یو بل سره د اړیکو په ښه کولو کې لیوالتیا ولری خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونو یو ځل بیا خلګ مایوسه کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=87430

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *