حکمتیار چین ته ولاړ!

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 101211

د کابل ویسا ورځپاڼې اعلان کړی چې د حزب اسلامی مشر او د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ګلبدین حکمتیار په ټاکنو کې د نوم لیکنې وروسته چین ته سفر کړی دی.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، په همدې حال کې د حزب اسلامی سرچینې ددې سفر په اړه د جزییاتو له وړاندې کولو ډډه کوی.
خو د سیاسی چارو شنونکی په دې باور دی، په دې حساس وخت کې د حکمتیار پټ سفر په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریا په موخه د چین ملاتړ د ترلاسه کولو په معنی دی.
د شنونکو په وینا، حکمتیار د جهاد په دوره کې د جنګی جنایاتو د ترسره کولو له امله په افغانستان کې په یوه منفی څېره بدل شوی نو له همدې امله دی په ولسمشریزو سیالیو کې د بریا په موخه د چین د مالی او سیاسی ملاتړ د جلب په لټه کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101211

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *