حکمتیار: ځانمرګی برید حرام دی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر یک
  • د خبر شميره: 44282

د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار وویل چې اېران په افغانستان کې دداعش پروژې تر شا شتون لری او داعشیان ددغه هېواد په و اسطه افغانستان ته راوړل کېږی. دی همداراز ویلی چې استشهادی عملیات سپېځلی دنده ده خو ځانمرګی برید حرام دی.
د آریانا نیوز راپور له مخې، د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په هرډول عملیاتو او د هرې ډلې له لورې د بې ګناه خلکو وژنه حرام وباله خو استشهادی عملیات یې چې د ځانمرګی عملیاتو په څېر بللی، یوه سپېڅلې دنده وباله.
ښاغلی حکمتیار د هغو بریدونو په اړه چې د بې ګناه وګړو د وژل کېدو لامل کېږی، داډول څرګند کړ: ”هر ډول عملیات چې د هرې لارې او د هرې ډلې له لورې ترسره کېږی، په پایله کې بې ګناه خلک وژل کېږی، هغه څوک چې وسلې نه لری او پر ده باندې زیان رسول کېږی حرام دی او اسلام دا کار ردوی او موژ یې هم په سختو ټکو غندو”.
خو دی ځانمرګی بریدونه د استشهادی عملیاتو په څېر وباله او زیاته یې کړه چې داډول عملیات په اسلام کې یوه سپېڅلې دنده ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=44282

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *