حکمتیار: د مشورتی جرګې ترسره کېدل د افغانستان ستونزو حل لاره نده

  • خپرول: ۲ حوت ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 105827

د حزب اسلامی مشر او د راتلونکې کال د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار د سولې مشورتی جرګې د ترسره کېدو په اړه د حکومت پرېکړې په غبرګون وایی چې دا جرګه نشی کولای ستونزې حل کړی.
د افغانستان حکومت هوډ لری ترڅو د کب میاشتې په وروستیو کې د هېواد د سولې په اړه د خبرو لپاره یوه مشورتی جرګه په لاره واچوی.
ځینو سیاستوالو په ځانګړی ډول پخوانی ولسمشر حامد کرزی تردې وړاندې د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کړی او هغه یې د افغانستان جګړې د حل لپاره یوه لاره وبلله.
ګلبدین حکمتیار چې نن (کب۲) د شهادت ورځپاڼې د جوړونې په کلیزه کې په کابل کې خبرې کولې د پروخت ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=105827

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *