حنیف اتمر او اسماعیل خان سره لیدنه وکړه

  • خپرول: ۱۶ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75270

د ملی امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر په کابل کې له یوتن جهادی مشر اسماعیل خان سره لیدنه کړې او د یولړ مسایلو پرسر خبرې کړی دی.
ویل کېږی د ملی امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر تېره ورځ مازدیګر د اسماعیل خان دفتر ته ورغلی او له دغه جهادی مشر سره لیدنه او خبرې کړی دی.
محمد اسماعیل خان یوله جهادی مشرانو څخه دی چې د حامد کرزی په ولسمشری دوره کې د اوبو او انرژی وزیر وو.
اسماعیل خان اوس مهال د راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو له ټیمونو سره د مرستې په هڅه کې دی.
له بل لورې ویل کېږی د ملی امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر هم د راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو یوتن نوماند دی. دا خبر تراوسه دده له خوا تایید یا رد شوی نه دی.
ولسمشریزو ټاکنو ته په نېږدې کېدو سره، یوشمېر سیاسی څېرې ټاکنیزو ډلو او ایتلافونو د جوړولو په حال کې دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75270

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *