حمد الله محب: که سوله د نظام لمنځه وړلو پروژه وی، پر وړاندې یې درېږو

  • خپرول: ۲۹ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 128386

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشاره ویلی، افغانان باعزته سوله غواړی، خو که چیری د سولې روان بهیر د افغان نظام ړنګولو یوه دسسه وی په وړاندې به یې ودریږی.
نوموړی پرون پنجشنبه د «چنګاښ پر۲۷مه» په پروان ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې ویلی چې د «د افغانستان د خلکو دښمنان» د اوسنی نظام د ړنګولو هڅې کوی.
محب ویلی:”موږ د افغانستان خلک غواړو چې زموږ هېواد ته یو واقعی سوله راشی، باعزسته سوله، خو که چیری سوله یوه پروژه وی، او یا یوه دسسه وی چې زموږ نظام ړنګ کړی… د کورنیو جګړو لامل شی، ټوله یې په وړاندې مبارزه کوو.”
د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار ډاډ ورکړ چې افغان حکومت به هیڅ کله د افغانستان خلک د یوې “پروژې” قربانی نه کړی.
هغه همدارنګه وویل:”موږ له خپلو نړیوالو همکارانو مننه کوو، چې زموږ سره په وروستیو کلونو کې همکاری کړې، خو که چیری موږ یو فکر ونه لرو، او که چیری اړتیا پیدا شی چې موږ خپل لاره بېله کړو، دا کار هم کوو، هر شخص او هر هېواد خپلې ګټې په نظر کې نیسی، موږ ته د افغانستان له ګټو څخه پرته هیڅ یوه ګټه لوړه نه ده.”

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=128386

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *