حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د نوی سرپرست په توګه وټاکل شو

  • خپرول: ۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 101125

ولسمشر غنی تېرماښام د کورنیو چارو وزارت له مشری پلاوی سره په لیدنه کې د ملی امنیت سلاکار یې د کورنیو چارو وزارت د نوی سرپرست په توګه وټاکل.
د اطلس خبری سرچینې د راپور له مخې، د ولسمشرۍ ماڼۍ پراساس په دې کتنه کې ددې وزارت لومړی مرستیال جانان بارکزی د اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې، د اکمالاتو کچې، د بورډ له لارې ګمارنو، شایسته سالارۍ، له جرمنو سره د مبارزې، د مېرمنو ګډون، د ځمکو وېش او د شهیدانو کورنیو ته د کوپون د وېش په برخه کې ددې وزارت د اجرااتو راپور ولسمشر غنی ته وړاندې کړ.
ولسمشر غنی په دې کتنه کې د پولیسو له کړنو څخه د مننې ترڅنګ وویل: هغه بهیر چې د امرالله صالح په دوره کې پیل شوی، دوام مومی او پرېکړې له فرد محورۍ څخه بنسټ محورۍ ته باید بدلون ومومی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=101125

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *