حضرت صبفت الله مجددی د ۹۳ کلونو په عمر ومړ

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 104411

حضرت صبغت الله مجددی بېګاه د کابل په یو روغتون کې د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو.

حضرت مجددی جهادی مشر و او د د داکتر نجیب الله د واکمنۍ تر راپرځېدلو وروسته دوه میاشتې د افغانستان د موقت دولت مشر پاتې شو.

نوموړی د اساسی قانون د لویې جرګې مشر او دغه شان د مشراو جرګې رئیس پاتې شوی و.

حضرت مجددی په مصر کې زده کړې کړې وې او د یو سپین ګویه جهادی مشر په توګه مشهور و.

ښاغلی مجددی د امنیتی تړون پر لاسلیک ټینګار درلود او هغه مهال چې مخکنی ولسمشر حامد کرزی د دغه تړون لاسلیک نه غوښتل نو ده رابلل شوې جرګې ته ټینګار وکړ چې که ښاغلی کرزی که دغه تړون لاسلیک نه کړی، نو دی به له هر څه استعفا وکړی او وطن به هم پرېږی.

د نوموړی کورنۍ ویلی چې د ده جنازه به سبا د چهارشنبې په ورځ د کابل په عاشقانو او عاارفانو سیمه کې د ده په پلرنۍ هدیره کې خاور ته وسپارل شی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104411

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *