حذف شوی نوماندان: په ولایتونو کې به د ټاکنو مخه ونیسو

  • خپرول: ۶ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 79668

له نهایی لیست څخه حذف شوی نوماندان خبرداری ورکوی، چې که یې غوښتنو ته څوک غوږ ونه نیسی په مرکز او ولایتونو کې به د ټاکنو مخه ونیسی. معترضو نوماندانو په کابل کې د یوې غونډې پرمهال ویلی، چې راتلونکې پارلمانی ټاکنې د حکومت او کمیسیون له لورې مهندسی شوې او که ددوی غوښتنو ته پام ونشی مخه به یې ونیسی. دغه حذف شوی نوماندان وایی، د دوی اسناد دې د ناظرو بنسټونو، نړیوالې ټولنې، کمېسیون، حکومتی چارواکو او رسنیو پر وړاندې وڅېړل شی. د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون له نهایی لیست ۳۵ تنه نوماندان حذف کړل او په دې تړاو شوې پریکړه نهایی بولی او وایی، چې په دغه پرېکړه کې هېڅ ډول بدلون نه راوستل کېږی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=79668

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *