حبیبی: له دې وروسته د افغانستان ټول هوایی حریم د افغانانو لخوا د پرمختللی راداری سیسم پر مټ کنټرولېږی

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 76147

نوشته شده توسط khaama – Sat Aug 11 2018, 7:30 am

د ملکی هوایی چلند د خپلواکې ادارې رییس محمود شاه حبیبی  وایی له دې وروسته د افغانستان ټول هوایی حریم د افغانانو لخوا د پرمختللی راداری سیسم پر مټ کنټرولېږی.

نوموړی نن په یوې خبرې ناسته کې وویل، چې تر نېږدې ۳۵ کلونو وروسته په لومړی ځل د افغانستان د هوایی حریم د کنټرول چارې په بشپړ ډول افغانانو ته وسپارل شوه.

ښاغلی حبیبی زیاته کړه، چې د پرمختللی راداری سیستم پر مټ د افغانستان د هوایی حریم د څارنې او کنټرول لپاره ۱۰۰ افغانانو فنی او تخنیکی زده کړې تر لاسه کړې دی.

د ښاغلی حبیبی په وینا، له یاد راداری سیستم نه په ګټې اخیستنې سره به په پروازونو کې زیاتوالی او خوندیتوب رامنځته او ورسره به د عوایدو کچه لوړه شی.

د ملکی هوایی چلند د خپلواکې ادراې رئیس وویل، تېرکال زمونږ عواید ۶ میلیارډو افغانیو ته رسېدلی وو او مونږ هڅه کوو، چې په راتلونکو څو کلونو کې دغه کچه څو چنده کړو.

د کابل په حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر کې نوی رادار تېره اوونی د ولسمشر محمد اشرف غنی او نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبری آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76147

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *