حامد کرزی د مشورتی جرګې له جوړېدو هرکلی کړی

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 104567

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ګډ حکومت د مشر اشرف غنی له لوری د سولې مشورتی جرګې د راغوښتو ملاتړ کړی دی.

د پخوانی ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې حامد کرزی د ولسمشر غنی له لوری د سولې مشورتی جرګې راغوښتل، د افغانستان روانې معضلې د حل په برخه کې ګټوره بولی.

ښاغلی کرزی ویلی، چې پخوا یې هم په تکراری توګه د افغانستان روانې  کشالې د پای ته رسولو لپاره د لویې جرګې دایرول اړین بللی او اوس هم د ولس د رښتینې ارادې دتمثیل په موخه د روان بحران د حل لپاره د لویې جرګې رابلل اړین بولی.

پخوانی ولسمشر  دا څرګندونې په داسې حال کې  کړی، چې د ګډ حکومت مشر تېره ورځ د سولې  مشورتی بورډ لومړنۍ ناستې ته ویلی و، چې د سولې لپاره رښتینې اراده لری او په دې موخه یې د سولې مشورتی لویې جرګې راغوښتو اعلان وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104567

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *