حامد کرزی، د لویې جرګې د رابللو لپاره د ولسمشر غنی د اعلان هرکلی وکړ

  • خپرول: ۲۳ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 104408


Fb-Button

تاند- پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې اوس د ولسمشر غنی د اپوزیسیون مشری کوی، د سولې لپاره د لویې مشورتې جرګې د رابللو ملاتړ وکړ.

له کله چې د حامد کرزی د واک موده پای ته رسېدلې، په ځلونو یې د لویې جرګې غوښتنه کړې ده. د ده منتقدان وایی چې کرزی فکر کوی چې د لویې جرګې برخوال به ووایی چې کرزی دې بیا د دولت رییس شی.

د پخوانی ولسمشر اړوند ورځپاڼې افغانستان ټایمز لیکلی چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل کولو لپاره د ولسمشر محمد اشرف غنی له لوری د مشورتی لویې جرګې د رابللو د پلان ملاتړ وکړ.

ولسمشر غنی د دوشنبې په ورځ د سولې د ملی مشورتی پروسې غونډې ته په وینا کې وویل چې په هیواد کې به د سولې لپاره راتلونکې میاشت (کب) په پلازمېنه کابل کې یوه لویه مشورتی جرګه راوبولی.

افغانستان ټایمز د ښاغلی کرزی له قوله لیکلی«ما پر له پسې د لویې جرګې پر رابللو ټینګار کړی، زه د خلکو رول ته درناوی لرم او لویه جرګه له اوسنیو ستونزو زموږ د خلکو د خلاصون یوازینۍ لار ګڼم؛ اوس هم د تلپاتې سولې لپاره لویه جرګه ضروری ګڼم او ملاتړ یې اعلانوم.»

کرزی، چې تر ډېره له توجه غورځېدلی و، د مسکو په غونډه کې د افغانستان د ملی یووالی د حکومت د اپوزیسیون په رهبری کولو یو وار بیا د رسنیو پام ځان ته تر یوه حده واړولی شو.

کرزی د ولسمشر غنی له لوری د سولې د مشورتی لویې جرګې د دایرولو لپاره، چې ده یوازې د «مشورتی لویې جرګې» عبارت ورته کارولی، د عمر داوودزی ګومارل مناسبه پرېکړه بللې ده.

د افغانستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل چې د راتلونکی کب یا حوت په پای کې به د «سولې لپاره مشورتی لویه جرګه» راوبولی.

ښاغلی غنی طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان په هر ځای کې سیاسی دفتر پرانیستلی شی. ده په عین حال کې وویل چې باید د سولې په هرراز خبرو کې د افغانستان دولت ګډون ولری.