حامد کرزی هم له امریکا سره د امنیتی هوکړې د بیاکتنې غوښتونکی شو

  • خپرول: ۲۲ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 83219

پخوانی ولسمشر حام کرزی یوځل بیا له امریکا سره د افغانستان امنیتی هوکړې په برخه کې د بیاکتنې غوښتونکی شو. دی په دې باور دی چې امریکایانو په دغه هوکړه لیک کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
تېره ورځ ځینو سیاسی شخصیتونو د صبغت الله مجددی په کور کې راټول شوی وو او د هېواد روانو سیاسی حالاتو په اړه بحث وکړ ترڅو له بحران څخه د هېواد د خلاصون په موخه یوه لاره پیدا کړی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې دخپلې ولسمشری دورې پرمهال له امریکا سره د امنیتی هوکړې د لاسلیک سره مخالف وو، وویل چې امریکایانو په دغه هوکړه کې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
ښاغلی کرزی په دې ناسته کې له امریکا سره د امنیتی تړون د بیاکتنې غوښتونکی شو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=83219

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *