جوزجان کې د داعش یوه فرانسوی غړې نیول شوې

  • خپرول: ۴ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: خامه پرس
  • د خبر شميره: 50235

نوشته شده توسط khaama – Sat Mar 24 2018, 4:59 am

په شمال جوزجان ولایت کې د اسلامی دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو یوه فرانسوی غړې د امنیتی ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوې ده.

د افغانستان د ملی امنیت ریاست په یوه بیان کې لیکلی، چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د یو فرانسوی مېرمن په ګډون پنځه داعش وسله وال نیول شوی.

ځایی امنیتی چارواکی ویی، دغه مېرمن د جولایت د درزاب ولسوالی له مربوطاتو څخه نیول شوې.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجانی وایی، د افغان ځانګړو او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې یوه فرانسوی مېرمن نیول شوې او څلور نور وسله وال وژل شوی دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو پر وړاندې د جوزجان ولایت په بېلا بېلو سیمو کې پوځی عملیات او هوایی بریدونه دوام لری.

په شمال کېد ۲۰۹ شاهین قول اردو تېره اوونی وویل، چې د هوایی بریدونو په ترڅ کې ۳۵ داعش وسله وال د قوش تپې او درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دی.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبری آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=50235

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *