جنوبی کوریا په انټرنېټ روږدی کسان ژغوری

  • خپرول: ۲۰ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 126576


Fb-Button

راشید نور

جنوبی کوریا د نړۍ په کچه تر ټولو ډېر د انټرنېټ کاروونکی خلک لری،هلته کابو هر کس ځیرک تیلفون لری او له انټرنېټ سره وصل دی، چې دا چاره منفی پایلې هم لری.

   چارواکی وایی چې یوازې تېر کال ۱۴۰ زره ځوانان په انټرنیټ روږدی شوی خو ګومان دا دی چې اصلی شمېرې تر دې هم ډیرې لوړې  دې. په جنوبی کوریا کې ډیر داسې مرکزونه شته چې د انټرنېټ او ځوانانو ترمنځ د فاصلی جوړولو لپاره جوړ شوی دی. دا مرکزونه له ځوانانو سره مرسته کوی چې له انټرنېټه لاس په سر شی. هلته په ښوونځیو کې هم داسې پروګرامونه شته چې هڅه کوی ماشومان د انټرنېټ له روږدیتوبه وساتی.

د بی بی سی خبریاله په حنوبی کوریا کې د (موجو) نومې سیمې ته تللې چې هلته په انټرنېټ د روږدو یو کمپ ووینی.

اعتیاد (روږدیتوب) څه شی دی؟

د روغتیا د نړیوالې ادارې د تعریف له مخې (هر هغه کار، فکر او عمل چې تاسو یې تر سره کوئ، تاسو ته زیان هم لری خو کنټرولولی یې نشئ اعتیاد بلل کیږی. نو په داسې توګه د انټرنېټ کارول چې تاسو ته روانی زیان در رسوی او تاسو یې له کارولو لاس په سر کېدای نشئ د انټرنېټ اعتیاد دی.

د انټرنېټ اعتیاد د یوه کس په چال چلند او له نورې نړۍ سره د هغه په اړیکه بده اغېزه کوی، دهغوی وخت ضایع کوی او په ټوله کې یې د ژوندانه مهمې کړنې لکه کار، خوراک او خوب له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوی. په دې سربېره د انټرنیټ اعتیاد د یوه شخص د خفګان او غوسې سبب هم ګرځی.

د انټرنېټ د معتادانو کمپ څه شی دی؟

د انټرنېټ د معتادینو کمپ هغه ځای دی چې له معتادینو سره مرسته کوی تر څو د انټرنېټ کارونه کم او یا هم پریږدی. دوی ته هغه تخنیکونه ورښودل کیږی چې څنګه وکولای شی په سم ډول انټرنېټ وکاروی، د انټرنېټ داسې کاروونه چې له نړۍ او خلکو سره د هغوی اړیکې زیانمن نه کړی.

    د هاوون په نوم دې کمپ کې له۲۰۱۴  راپدېخوا۱۲۰۰ځوانانو ګډون کړی دی. په دغه کمپ کې قانون سخت دی داسې چې حتی څوک حق نلری چې له ځانه سره تلفون دننه راوړی. له راتګ وروسته له ځوانان د هغوی هر ډول برقی وسایل حتی د ږیرې ماشین هم اخیستل کیږی. ددې کمپ هڅه دا ده چې ځوان نسل وهڅوی تر څو  له موبایل پرته د ځان په اړه ښه احساس وکړی.    په دې کمپ کې د هر ډول لوبو پر اسانتیا سربیره ګېمونه هم شته چې داسې ډېزاین شوی چې د ځوانانو پام له پرلیکه نړۍ څخه ریښتنی نړۍ  ته وړاوی.

    کمپ کې ځوانانو ته ورښودل کیږی چې د خوشالۍ او ارامتیا لپاره له انلاین ګېمونو او د فېسبوک له لایکونو پرته نورې لارې هم شته چې هغوی ته خوشالی وربخښلی شی.

دغه کمپ د مشورې ورکولو برخه هم لری چېرته چې ځوانان خپلې ستونزې مطرح کوی او مشوره ورکونکی ورته دا ښیی چې څنګه له انټرنېټ بېلتون وکړی او څه ډول له خپل موبایل سره خپل چلند بدل کړی.

د دې کمپ چلوونکی (یانګ چول شیم) وایی چې دوی هڅه کوی چې ځوانانو ته د ټولنیزو رسنیو او انلاین ګېمونو بدیلونه ور وښیی. هغه زیاتوی چې موږ ځوانانو ته داسې فعالیتونه ور زده کوو چې د هغو په تر سره کولو کې د مجازی نړۍ په پرتله زیات پرځان باور خپل کړی.

       د دې کمپ یوې ۱۷ کلنې ګډونوالې (هاوان)  له بی بی سی سره په خبرو کې وویل: زه د یوټیوب په ویډیو ګانو عادت وم، داسې عادت چې تل به مې ویډیوګانې کتلې، حتی د ډوډی خوړلو پر مهال به مې ویډیوګانې کتلې، خپل موبایل به مې تنشاب ته هم له ځانه سره وړل، ما به هر ورځ ۱۸ ساعته ویډیوګانې کتلې. ما به له ځانه سره ویل چې ځه یو ساعت به ویډیوګانې وګورم خو چې موبایل به مې رواخیست هر څه به رانه هېر شول، کتل به همداسې  پسې اوږد شول. پریښودل یې واقعیاً یو سخت کار دی.

هاوان وایی: په جنوب کوریا کې له ځوانانو ډېره تمه کیږی چې په خپلو زده کړو کې  ډېر زیار وباسی نو ځکه خو کوریایی ځوانان ددې لپاره چې په ځان فشار کم کړی مجازې نړۍ ته مخه کوی. ما خپله هم ددې لپاره یوټیوب ویډیوګانې کتلی چې فشار راباندې کم شی خو اغیزه یې ډیره بده وه. زما په ژوند او درسونو یې اغېزه بده وه، ما ته به په ښوونځی کې خوب راته او کله به چې له ملګر سره کناستو ټولو به په خپلو ټلیفونونو اخته و، هېچا به خبرې نه کولې. ځکه خو مې دې کمپ ته پنا راوړ.

     له هاوان سره لس نورې داسې جینکۍ هم په دې کمپ کې وې. دا کمپ  څلور اونۍ دوام کوی. هاوان وایی د کمپ په لمړی ورځ یی موبایل ترې اخیستل شوی و چې ورته ډیره ګرانه وه، نه پوهېده چې ورځ به یې څنګه تېره شی؟

     د دې کمپ یو کارکوونکی وایی دلته داسې ځوانان هم راتلل چې کله به یې تلفون ترې اخیستل کیده دوی به ویل چې موږ بېرته کور ته ځو. خو د څو ورځو له تېرېدو  وروسته به له تلفون پرته ژوندکولو سره عادی شول

هاوان وایی: هیله لری چې له کمپ تر رخصتېدو وروسته خپل وخت وژغوری او هغه وخت بیا له خپلې کورنۍ سره تیر کړی.

خپروونکی: د بی بی سی نړیواله څانګه

ژباړن: راشید نور