جنرال سید محمد روشندل د کابل امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی

  • خپرول: ۱۸ سنبله ۱۳۹۷
  • نوملړ: فرهنګ او ټولنه
  • د خبر شميره: 82253

د ملی پولیسو د ځانګړی قطعې پخوانی قوماندان جنرال سید محمد روشندل د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی، چې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامی جمهوری دولت عالی مقام په منظورۍ لوی پاسوال سید محمد روشندل د ۱۰۱ اسمایی زون د قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې جنرال روشندل د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک له خوا د کابل امنیه قوماندانی منسوبینو ته ور وپیژندل شو.
جنرال روشندل تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتی معینیت د رئیس ارکان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=82253

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *