جنرال جوزف ووتل: امریکا په پاکستان کې هیڅ ډول یو اړخیز اقدام په پام کې نه لری

  • خپرول: ۲۳ جدی ۱۳۹۶
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 41093

د امریکا پوځ د مرکزی ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ووتل د جنرال قمر جاوید باجوا سره په تیلفونې اړیکه کې ویلی چې امریکا د پاکستان خاورې دننه هیڅ ډول یو اړخیز اقدام د ترسره کولو هوډ نه لری او د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی جنجالونه موقتی دی.
د فرانسې خبری سرچېنې راپور له مخې، د پاکستان پوځ په یوه ویناپاڼه اعلان کړی: د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د تېرې اونۍ په ترڅ کې د امریکا مرکزی ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ووتل او د یاد هېواد یوتن مشهور سناتور سره تېلفونې اړېکه درلوده چې د واشنګتن او اسلام اباد ترمنځ د امنیتی مرستو په اړه خبرې کړی دی.
په دغه ویناپاڼه کې راغلی: جنرال ووتل جنرال باجوا ته ډاډ ورکړی چې واشنګتن د پاکستان خاورې دننه هیڅ ډول یو اړخیز اقدام په پام کې نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=41093

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *