جمهور رییس غنی د اوربند پر ښه مدیریت ټینګار کړی

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 75539

ولسمشر محمد اشرف غنی کاپیسا ولایت ته دخپل سفر پرمهال او د یاد ولایت له پوځی او امنیتی مسولینو سره په لیدنه کې، د احتمالی اوربند پر ښه مدیریت ټینګار وکړ.
ولسمشر تردې وړاندې ویلی وو چې د یوبل اوربند د طرح پرسر کار کوی ترڅو امنیتی ځواکونه د لوی اختر په ورځو کې پر طالب ډله باندې خپل بریدونه ودروی.
د کوچنی اختر په ورځو کې هم د دولت او طالبانو له خوا موقت اوربند اعلان شوی وو چې د اختر له درې ورځې رخصتی وروسته طالب ډلې د دولتی ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه له سره پیل کړل.
غنی په دغه کتنه کې ویلی چې سوله له بیو پرته نه ترلاسه کېږی او ۴۰ کلن بحران د بیو پرته نشی ټینګېدای. دده په وینا، د سولې هرتړون په روښنایی او د ملی تصویب له مخې ترسره کېږی.
د ولسمشر په وینا، د کوچنی اختر په ورځو کې ۹۸ سلنه اوربند ترسره شوی وو.
ولسمشر محمد اشرف غنی په دغه کتنه کې د کاپیسا والی او پوځی مسولینو ته لارښونه وکړه ترڅو د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو سپما ونه کړی. دی په تګاب ولسوالۍ کې د بریا عملیاتو له ترسره کېدو څخه په ستاینې سره د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر وخت سمبالښت باندې ټینګار وکړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75539

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *