جمهوررئیس غنی: د سولې مشورتی لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملی کېږی

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: د جمهوری ریاست دفتر
  • د خبر شميره: 120303

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، یوشمېر سیاستوالو او د سیاسی ګوندونو استازو، علماو، د مدنی ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصی سکتور استازو، په ملی شورا کې د خلکو استازو او ځینې دولتی لوړ پورو مقاماتو حضور درلود.

جمهوررئیس غنی ډاکټر خلیلزاد ته د ښه راغلاست او د هغه هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل: د سولې مشورتی لویې جرګې حکومت ته د لارې نقشه وړاندې کړې چې ګام په ګام عملی کېږی.

هغه همداراز زیاته کړه، د سولې خبرو په برخه کې د افغانستان حکومت او  د امریکا متحده ایالاتو همغږی زیاته شوې او په اساسی اودوامداره توګه متقابله اطلاع رسونه وجود لریِ.

د هېواد جمهوررئیس دغه راز څرګنده کړه، په نړیواله کچه هم د دایمی سولې، باثباته او امن افغانستان لپاره مثبته فضا رامنځ ته شوې. هغه زیاته کړه، د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان حکومت، امریکا متحدو ایالاتو او اروپایی ټولنې ترمنځ رغنده بحثونه دوام لری او المان هېواد به د مهم اسانچاری رول ولری.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ا فغانستان حکومت د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدو په موخه عملی پروګرامونه لری چې له تطبیق سره یې سیمه ییزه اجماع پیاوړې کېږی.

جمهوررئیس غنی وویل، زمونږ ګډه موخه سولې ته رسېدل او د تاوتریخوالو ختمول دی او یوازې په واقع بینانه او منسجم حرکت سره دې موخې ته رسېدلی شو.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو ترسره کېدل حتمی دی، ځکه له ټاکنو پرته د ولس اراده نه شی تمثیلېدلی.

وروسته د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد د جمهوررئیس له رهبرۍ مننه وکړه او وې ویل: د افغانستان سولې په اړه بین المللی اجماع رامنځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د سیمی په کچه هم اجماع رامنځته شی. هغه زیاته کړه، د سولې پروسه همغږی او یووالی ته اړتیا لری.

ډاکټر خلیلزاد وویل، اوس نوی پړاو ته دننه کېږو او د افغانستان په سوله کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه ده.

ډاکټر خلیلزاد وویل، د سیمې هېوادونو سره بحث شوی او هغوی ته ډاډ ورکړل شوی چې د افغانستان د سولې پروسه کې د هغوی د هېوادونو ونډه په پام کې نیول کېږی.

په دغه کتنه کې سیاستوالو او د سیاسی ګوندونو استازو، علماو، د مدنی ټولنې غړو، ځوانانو، ښځو، د خصوصی سکتور استازو او په ملی شورا کې د خلکو استازو د سولې په اړه پوښتنې مطرح کړې او ډاکټر زلمی خلیلزاد د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړل.

په پای کې جمهوررئیس له ټولو ګډونوالو او د هغوی د فعالې ونډې مننه وکړه وې ویل، نړیواله ټولنه دې اجماع ته رسېدلې چې پر افغانستان لنډ مهال نه، بلکې منځمهال او اوږدمهال فکر وکړی او د واضح لار نقشې له موجودیت پرته د افغانستان د پرېښودلو اراده وجود نه لری.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120303

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *