جمهوررئیس غنی: افغانان جمهوریت او سوله غواړی

  • خپرول: ۲۶ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: د جمهوری ریاست دفتر
  • د خبر شميره: 131232

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزی د نمانځنې په مناسبت په کابل کې د استوګنو سفیرانو، کورډیپلوماټیک غړو او بین المللی سازمانونو د مسوولینو په ویاړ په ارګ کې جوړه شوې مېلمستیا کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه مېلمستیا کې د هیواد لومړۍ مېرمن، د شاه امان الله خان لوڼو شهزادګۍ هندیه، شهزادګۍ ناجیه او یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتی مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین ادریس زمان وویل، موږ نن نه یواځې د افغانستان خپلواکی، بلکې د غازی امان الله خان او د بې شمېره اتلانو  د خپلو خلکو د پالنې او خدمت ګټلې توانایی نمانځو.

نوموړی له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو او د هیواد د خپلواکۍ د ساتلو په خاطر د زرګونو ښځو او نارینه و د سرښندنو د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه، نن افغانان یو مصمم او متحد ملت دی.

ورپسې جمهور رئیس په کابل کې مېشتو سفیرانو، کوردیپلوماټیک غړو او د بین المللی سازمانونو مسئولینو ته د هرکلی ترڅنګ وویل: موږ د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د دارالامان او پغمان ماڼیو په ګډون د هیواد د فرهنګی میراث او تاریخی ودانیو یوه برخه ورغاوله او نورې یې هم د بیارغاونې په حال کې دی.

جمهوررئیس زیاته کړه: د هېواد فرهنګی میراث او تاریخی بناوې یوازې ساختمانونه، نه دی، بلکې زموږ د ملی او تاریخی هویت ښکارندوی دی.

جمهوررئیس د نړېوالې ټولنې، په ځانګړی ډول د امریکا متحدو ایالتونو، اروپایی او اسلامی هیوادونو، هند او نورو لېرې او نږدې ګاونډیو هېوادونو له سخاوتمندانه مرستو مننه وکړه.

هغه څرګنده کړه چې افغانان جمهوریت او سوله غواړی او موږ د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د رڼو، ټولشموله او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن یوو، ترڅو د ملت جوړونې سفر چې زموږ سیاسی او فکری خپلواکی په کې خوندی وی، په بریالیتوب سره ادامه ورکړو.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=131232

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *