جمعیت ګوند په ولسمشرۍ ټاکنو کې له عبدالله څخه ملاتړ کوی

  • خپرول: ۲۹ جدی ۱۳۹۷
  • نوملړ: سیاست
  • د خبر شميره: 100837

د اسلامی جمعیت ګوند د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنوکې د دغو ګوند له مخکښ غړی او د اوسنی حکومت له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د نوماند په توګه ملاتړ کړی دی.
د اسلامی جمعیت ګوند له لوری رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې ویل شوی دی چې، یاد ګوند د رهبری شورا غړی، د جمعې په شپه د مرغومې په ۲۹ مه د صلاح الدین ربانی په کور کې سره کښیناستلی دی او د رایو په اکثریت یې را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته د دغو حزب غړی ډاکټر عبدالله عبدالله د نوماند په توګه ټاکلی دی.
د اسلامی جمعیت ګوند له لوری په دغې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې دغه ګوند به د جنرال دوستم په مشرۍ له جنبش اسلامی او د محمد کریم خلیلی په مشرۍ د وحدت اسلامی له ګوندونو سره ګډه انتخاباتی ټکټ رامنځته کړی.
د جمعیت ګوند له لوری دغه اعلامیه په داسی حال کې خپریږی چې د دې ګوند یو شمېر مخکښ غړی د سولې او اعتدال په انتخاباتی ټکټ کې له محمد حنیف اتمر سره ملګری شوی دی او د دغو ګوند یو مهم غړی محمد یونس قانونی د سولې او اعتدال انتخاباتی ټیم د لومړی مرستیال په توګه پرون نوم لیکنه کړې ده.
دغه راز د اسلامی جمعیت ګوند اجرائیه ریس عطامحمد نور، بسم الله محمدی، محمد اسماعیل خان او بصیر سالنګی له محمد حنیف اتمر څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=100837

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *