جمال او فضیلت د ښو اخلاقو او بد ویل د ناوړه اخلاقو

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 4379

ژباړه او زیاتونه:پوهنمل مومنه دارنۍ –

الله تعالی په داسې حال کې چې خپل حبیب او پیغمبر په دې مبارک آیت کې فرمایی:

[وَاِنَّکَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِیْمٍO](القلم سورت،۴ ایت)

ژباړه: او یقیناً ته د نیکو اخلاقو خاوند یې.

بی بی عایشه رضی الله عنها فرمایی: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم خلق او اخلاق قرآنی وه، کله چې دغه مبارک آیت ورته نازل شو:

[خُذِ الْعَفْوَ وَاْمُرْ بِالْعُرْفِ وَاَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَO](سورت الاعراف،۱۹۹ ایت)

ژباړه: اى پیغمبره ! د نرمۍ او تېرېدنې لاره غوره کړه، د ښو چارو ښوونکى اوسه  او له ناپوهانو سره مه نښله

د دغه آیت موخه او هدف څه دی، هغه وویل: زه نه پوهېږم، وروسته کله چې آسمانونو ته ولاړ او بېرته راستون شو، نو یې وفرمایل: ای محمده! هدف او مقصد دا دی که چېرته یو کس له تا سره خپلې اړیکې وشلوی، تاسو یې بېرته وصل کړئ او که چېرته کوم کس له تاسو سره د ژوندانه په راکړه او ورکړه کې غلطی وکړی او تاسو محروم او نا امید کړی، تاسو هغه ته بښنه وکړئ او که چېرته یو کس پر تاسو ظلم او تېری ترسره کړی، تاسو هغه وبښئ.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: زه نه یوازې د اخلاقو او ښو کړو وړو د بشپړولو لپاره  پر دغه دنده ټاکل شوی یم، بلکې په حقیقت کې زما بله دنده به دا هم وی، چې زه باید تاسو ته دا څرګنده او واضحه کړم، چې د قیامت په ورځ د ستاسو د نورو اعمالو ترڅنګ د درنو اعمالو د ترسره کولو محاسبه هم ترسره کېږی او په تله د میزان کې تلل کېږی، چې هغه عبارت له تقوا، پرهېزګارۍ او د اخلاقو ښه حسن او جمال دی.

یو شخص حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته نژدې ورغی او پوښتنه یې ځنې وکړه، چې دین څه شی دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ښو اخلاقو حسن، ښکلا او جمال، بیا نوموړی شخص د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ښۍ لور څخه را روان شو او پوښتنه یې تکرار کړه. دین څه شی دی؟ حضرت پیغمبر صلی الله  علیه  وسلم بیا هم همدا ځواب ورکړ، بیا شخص د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د کیڼ لور څخه را روان شو او پوښتنه یې وکړه، دین څه شی دی؟ بیا هم پیغمبر صلی الله علیه  وسلم هماغه ځواب ورکړ، شخص د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له شا څخه د هغه مبارک مخ ته راغی او پوښتنه یې تکرار کړه، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا نه پوهېږې چې دین عبارت له دې څخه دی، چې په ټول ژوندانه خپل نور او روښنایی وساته، تل تجلا او روښنایی ولره، ځلېدونکی اوسه، نه د تیارو راوړونکی، په همدې ډول له مبارک پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه داسې پوښتنه وشوه، چې (شوم) څه ته وایی؟ پیغمبر صلی الله  علیه  وسلم وفرمایل: بد او خراب اخلاق.

یو شخص له حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه هیله وکړه، چې ماته د ښو اعمالو د ترسره کولو پر وړاندې نصیحت وکړه، مبارک وفرمایل: د ژوندانه په هر حالت کې باید له خپل الله تعالی څخه وېره وکړې، شخص وویل: په دې اړه نورو توضیحاتو ته اړتیا لرم، پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د بد اعمالو له ترسره کولو وروسته ښه او نېک اعمال ترسره کړه، ترڅو هغه ترسره شوی بد اعمال محوه او نابود کړی، شخص وویل نور هم تفصیل ته اړتیا لرم، حضـرت مبارک صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له خلکو سره په راکړه- ورکړه کې له ښو او نېکو اخلاقو څخه کار واخله.

بیا هم له حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه، چې کوم عمل د نېکو اعمالو څخه دی؟ مبارک وفرمایل: نېک خوی.

په همدې ډول حضرت مبارک پیغمبر صلی الله  علیه  وسلم فرمایلی دی: که چېرته الله تعالی د خپل بنده سیرت او صورت ښه او نېک وګرځوی، نوموړی بنده به د دوزخ اور هم ونه سوځوی.

یو عالم وایی: حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل شول، چې یو کس ټوله ورځ په روژه نیولو او صیام کې تېروی او ټوله شپه په ولاړې لمونځونه ادا او قیام کې تېروی، مګر بد او ناوړه اخلاق او چلند لری، ګاونډیان ورڅخه په اذیت او ازار کې دی، حضرت مبارک وفرمایل: دغه کس هیڅ ډول ښه او نېک اعمال نه لری، بلکې د دوزخیانو له ډلې څخه شمېرل کېږی.

له ابو درداء څخه روایت دی: پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلی، چې ویل به یې لومړی اعمال چې د انسان د میزان په تله کې ایښودل کېږی او حساب ورسره کېږی، هغه سخاوت او نېک اخلاق دی، کله چې الله تعالی ایمان خلق کړ، نو ایمان ورڅخه پوښتنه وکړه او ورته یې وویل خدایه ماته غښتلتیا راوبښه، نو الله تعالی د سخا او نېکو اخلاقو له لارې هغه ته غښتلتیا ورکړه او کله چې الله تعالی کفر له نشت نه هست او خلق کړ، نو کفر هم په خپل وار سره وویل: چې ماته قوت راکړه، هماغه وه چې الله پاک د بخل، بدبینۍ او بدو اخلاقو په ذریعه هغه ته قوت وروباښه.

په یو بل روایت کې راغلی: د حضـرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو له جملې څخه یو دا دی، چې فرمایی: الله تعالی دغه دین د خپل ځان لپاره سپېڅلی ګرځولی دی او ستاسو د دین لپاره پرته د شخا او نېکو اخلاقو څخه بل څه شان او شوکت نه دی ښودلی، نو تاسو خپل دین ته له دې لارې زېب او زینت وبښئ.

د حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی: ښه اخلاق، حسن او جمال د الله تعالی له اوصافو څخه دی.

کله چې له حضرت پیغمبر صلی الله  علیه وسلم پوښتنه وشوه، کوم ډول مسلمانان د ایمان د راوړلو له کبله پر نورو مسلمانانو لوړوالی او برتری لری؟ ځواب ورکړل شو، هغوی چې له ټولو څخه زیات د ښو اخلاقو لوړوالی او برتری ولری.

حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: تاسو نه شئ کولای د خپلو سرمایو او مالونو له لارې د نورو زړونه لاس ته راوړئ، بلکې کولای شئ، چې د ورین تندی، حسن، جمال او ښو اخلاقو له لارې د هغوی زړونه ترلاسه کړئ او هم یې وفرمایل: بد اخلاق د انسان اعمال داسې فاسدوی او له منځه یې وړی، لکه سرکه چې د عسلو کیفیت له منځه وړی او فاسدوی له جریر بن عبدالله څخه روایت دی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ماته وویل: تاته الله تعالی ډېر ښه او نېک صورت درکړی دی، هڅه او کوښښ ولره، ترڅو خپل سیرت دې هم لکه د صورت په شان ښکلی او نېک کړې.

له براء بن عازب څخه روایت دی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم به د ټولو خلکو پر وړاندې نېک صورت او سیرت درلود.

له ابی مسعود بدری څخه روایت دی: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به په خپلو دعاګانو کې تل داسې دعا کوله، خدایه! تا خو زما صورت او خلقت نېک هست کړ، نو زما اخلاق هم د هغو پر وړاندې نېک لره.

عبدالله ابن عمر څخه رایت دی: پیغمبر صلی الله علیه وسلم به زیاته دا دعا کوله او ویل به یې، خدایه! له تا څخه صحت، روغتیا، عافیت او د ښو اخلاقو حسن او جمال غواړم.

د ابی هریره په روایت پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی: د یو انسان کرامت د دین او شرافت پر وړاندې د هغه په ښو اخلاقو دلالت کوی او د نارینتوب برخه یې په عقل پورې.

اسامه بن شریک رضی الله عنه فرمایلی دی: یو عربی شخص د حضـرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم درانه حضور ته ورغی او پوښتنه یې ورځنې وکړه، چې د ښو او عالی صفاتو له جملې څخه چې یو بنده یې باید ولری کوم دی؟ ویې فرمایل: نېک خوی.

په یو بل روایت کې ذکر شوی، چې حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی: د قیامت په ورځ به د تاسو له ډلې څخه هغه کسان ماته ډېر نژدې او عزیز وی او له نورو څخه به وړاندې له ما سره د خبرو کولو او صحبت موقع ورکړل شی، چې نېک اخلاق ولری.

ابن عباس رضی الله عنه له حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی، چې ویل به یې: درې خصلتونه دی چې دا ټول خصلتونه او یا هم یو خصلت په یوه شخص کې موجود وی، د هغه شخص هیڅ اعمال د اعتراض او نیوکې وړ نه دی، لومړی هغه دینداره او پرهېزګاره شخص چې د بل انسان د ګناهونو د نه ترسره کېدو مانع وګرځی، دویم هغه شخص چې د ناپوهو او نادانو خلکو پر وړاندې له برده بارۍ او صبر څخه کار اخلی، درېیم هغه شخص چې د خلکو پر وړاندې نېک خوی او خصلت ولری او له ښو اخلاقو څخه کار واخلی.

د حضرت محمد صلی الله  علیه وسلم د لمانځه د ادا کولو په وخت کې کله به یې چې لمونځ پیل کړ، یواځینۍ دعا یې دا وه، چې خدایه! ماته د نېکو اخلاقو د ترسره کولو لارښوونه وکړه، ځکه هیڅوک پرته له تا څخه موږ ته د ښو اخلاقو د هدایت کولو ضامن او عهده داره نه دی او د بدو او ناوړه اخلاقو زموږ مخنیوی وکړه، ځکه د دې کار عهده دار هم ته یې.

انس رضی الله  عنه فرمایی: یوه ورځ کله چې د الله پاک له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره وم، هغه وفرمایل: د انسان نېک خوی د هغه ګناوې محوه کوی، لکه لمر چې ږلۍ په اوبو ویلوی او هم حضرت مبارک له ارشاداتو څخه دا هم دی، چې ښه حسن، رفتار او اخلاق د انسان سعادت او نېکمرغی ده.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ابو ذر رضی الله عنه ته وویل: ای ابو ذره! هر عقل چې څومره تدبیر او سنجش ولری او هر ډول شرف چې څومره عزت ولری د ښو اخلاقو، حسن او ښکلا سره سمون نه لری، له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، چې ام حبیبه رضی الله عنها حضـرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وویل: په دې دنیا کې که چېرته یوه ښځه څو ځلې واده وکړی او هغه ټول مړه شی، په آخرت کې به له کوم یوه سره وی؟ پیغمبر مبارک وفرمایل: له هغه سره چې د نورو پر وړاندې یې ښه حسن او اخلاق لرل، نېک خوی او خواص د دنیا او آخرت لپاره د خیر ښېګڼې ضمانت کوونکی دی، دا هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ویناوو له جملې څخه دی، چې بریالی او موفق مسلمان د حسن، ښو اخلاقو او د نرم خوی له وجهې د روژې لرونکی او لمونځ ادا کوونکی درجه ترلاسه کوی، که څه هم په عبادت کې ضعیفه وی.

عبدالرحمن بن سمره فرمایی: کله چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره نژدې وم، هغه مبارک ماته وفرمایل: نن شپه ما یو حیرانوونکی خوب ولید، داسې چې یو شخص زما د امتیانو له ډلې څخه یو کس ولید، چې په دواړو زنګنونو باندې ناست و، د ده او د الله تعالی ترمنځه یو حجاب موجود و، داسې چې ده نه شو کولای الله پاک ته ځای نژدې کړی، په دغه مهال کې د هغه کس حسن، ښه اخلاق او نېک اعمال راغلل او هغه یې د الهی بارګاه ته وردننه کړ.

انس رضی الله عنه د حضرت پیغمبر صلی الله  علیه  وسلم څخه روایت کوی: یو بنده کولای شی د خپلو نېکو اعمالو، حسن او ښو اخلاقو په مرسته د آخرت د ورځې لوړه درجه ترلاسه کړی او په هغه ځای کې یې لوړه مرتبه او ځای نصیب شی، که چېرته دینداره هم نه وی.

له عمر رضی الله عنه څخه روایت دی: یو ځل مې له مبارک پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه هغه ته د ورتللو اجازه وغوښتنه، په داسې حال کې چې د مبارک ترڅنګ یو شمېر قریشی مېرمنې ناستې وې، چې له سره یې په لوړو آوازونو خبرې کولې، عمر رضی الله عنه وایی: کله چې ما د ننوتلو اجازه  ترې وغوښته، کله چې نژدې شوم، ناستو ښځو له ما څخه مخونه پټ کړل، ترڅو زه هغوی ونه وینم، کله چې وردننه شوم،  حضرت مبارک موسکی شو، ما له هغه څخه د دغې موسکا پوښتنه وکړه، مبارک وفرمایل: زه دې ښځو ته حیران یم، کله چې یې ستا آواز واورېد، خپل ځانونه یې پټ کړل، ما وویل: ای د الله تعالی پیغمبره! ته نسبت موږ ته د درناوی وړ یې، له تا نه باید ټول حیا ولری، وروسته مې ښځو ته وویل: ای د خپل ځان دښمنانو، ایا تاسو له ما څخه حیا کوئ او له پیغمبر مبارک څخه یې نه کوئ، هغوی وویل: هو ته د مبارک پر وړاندې لږ څه د ځېږ او ټینګ خوی خاوند یې، په دغه ترڅ کې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بس کړه ای د خطاب زویه، قسم په هغه رب چې زما د نفس او روح قبضه د هغه په لاس کې ده، هر وخت چې شیطان ستا مخې ته راځی، ژر تر ژره خپله تګلاره بدلوی او لاره تاته پرېږدی.

یو بل ځای کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: بد او ناوړه اخلاق د هغې نه بښونکی ګناه حیثیت لری، چې بنده د هغې ګناه په وجه دوزخ ته ننوځی.

د لقمان حکیم زوی خپل پلار ته وویل: د انسان کوم خوی او خصلت ستا په نظر د لوړې مرتبې حیثیت لری، ویې ویل: دین، ځواب یې ورکړ، که چېرته دوه وی، بیا یې وویل: دین او مال، ویې ویل: که چېرته درې وی، ویې ویل: دین، مال او حیاء، پوښتنه یې وکړه، که چېرته څلور وی، ویې ویل: دین، مال، حیاء او اخلاقو ښه حسن، ویې پوښتل: که چېرته پنځه وی، ویې ویل: دین، مال، حیاء، د اخلاقو حسن او نېکمرغی، بیا یې هم وپوښتل، که چېرته شپږ وی، ویې ویل: زما زویه که چېرته دا پنځه خصلته په یوه شخص کې راټول شی، هغه به پرهېزګار، سپېڅلی او د الله تعالی د هغو دوستانو له جملې څخه وی، چې له شیطان او شیاطینو څخه به بېزاره وی.

حسن وایی: هغه څوک چې بد اعمال، خوی او خواص ولری او ناوړه کارونه ترسره کوی، خپل ځان تل په زجر او شکنجه کې احساسوی.

انس ابن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی: بنده د خپل ښه حسن او اخلاقو له لارې کولای شی د جنت لوړه درجه ترلاسه کړی، که چېرته عابد او پرهېزګاره هم نه وی، مګر که چېرته عابد او پرهېزګاره هم وی، خو چې د ښو اخلاقو او ښه حسن خاوند نه وی، د دوزخ هغه درجه به یې په نصیب شی، چې له ټولو درجو څخه ټیټه وی.

یحیی بن معاذ فرمایی: په ښو اخلاقو کې د رزق او روزۍ ګنجینه او سرمایه نغښتې ده.

وهب بن منیه فرمایلی دی: بد اخلاقه شخص هغه ډول مات لوښی ته ورته دی، چې بېرته د پیوند کېدو وړ نه وی او هم نه شی کولای بېرته په خټه باندې واوړی.

یو عالم او فاضل شخص فرمایلی: که چېرته یو شخص بد او ناوړه کارونه ترسره کړی، مګر د نېکو اخلاقو او خواصو خاوند وی، له ما سره صحبت او خبرې وکړی، زه هغه بهتر ګڼم له هغه چا څخه چې ځان به عابد ګڼی، مګر د بد اخلاقو خاوند به وی.

ابن المبارک له یو بد خویه شخص سره په سفر کې مخامخ شو، له هغه سره به ګرځېده او راګرځېده، د هغه د اذیتولو او ځورولو په وړاندې یې له صبر او طاقت څخه کار اخېست، کله چې له هغه څخه جلا شو، نو ژړل یې پوښتنه ورځنې وشوه، چې ولې ژاړې؟ شخص وویل: د هغه په حال مې وژړل، ځکه زه ورڅخه جلا شوم، مګر د هغه خوی او عادت له هغه سره ملګری دی.

جنید رحمه الله ویلی دی: څلور خصلتونه دی، چې انسان د هغو په ترلاسه کولو سره کولای شی لوړې پوړۍ ترلاسه کړی او یو مقام ته ورسېږی، که څه هم د هغه علم او عمل کم وی، دغه څلور خصلته عبارت دی له حلم، تواضع، سخاوت او د ښو اخلاقو حسن، چې دا ټول د ایمان تکمیل کوونکی او بشپړوونکی دی.

کتانی ویلی: تصوف عبارت له اخلاقو څخه دی، که چېرته څوک په اخلاقو کې بشپړتیا راولی، داسې څرګندېږی، چې په تصوف کې یې بشپړول راوستی.

عمر رضی الله عنه فرمایلی: له خلکو سره په ښو اخلاقو معاشرت وکړئ.

یحیی بن معاذ فرمایلی: بد خوی هغه ډول ګناه ته ورته ده، چې که هرڅومره نېک کارونه ترسره کړئ، ګټه او فایده نه لری او د ښو اخلاقو حسن بیا هغه ډول ښه خصلت دی، چې هر څومره ګناه زیاته شی، هغه ته زیان نه شی رسولی.

له ابن عباس څخه پوښتنه وشوه، چې بخشش څه ته وایی؟ ویې ویل: کرم او بخشش هغه دی، چې الله تعالی په خپل ستر کتاب قرآن عظیم الشان کې داسې فرمایلی دی:

[اِنَّ اَکْرَمَکُمْ عِنْدَ اللّٰهِ اَتْقٰىکُمْ](الحجرات سورت،۱۳ ایت)

ژباړه:یقیناً د الله جل جلاله پر وړاندې هغه څوک ډیر غوره دی څوک چې ډیر تقوی داره وی.

پوښتنه وشوه، چې شرف څه ته وایی؟ ویې ویل د ستا نېک اشخاص د ښو اخلاقو له وجهې د ستا با شرفترینه اشخاص دی او هم یې وفرمایل: چې هر شی د بنا لپاره اساس او بنسټ په کار دی، د اسلام د مقدس دین اساس او بنسټ د ښو اخلاقو او ښو حسنونو مجموعه ده.

ابن عطا ویلی دی: هیڅوک لوړو پوړیو ته نه شی رسېدلای، ترڅو د ښو اخلاقو، حسن او کمال خاوند نه وی، دا ډول خصلت یوازې محمد صلی الله علیه وسلم ترلاسه کړی دی، نو له دې وجې هغه کسان الله تعالی ته نژدې دی، چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حسن او ښو اخلاقو څخه پیروی وکړی.

اړوند مطالب


هغه صبرناکه وه/ ژباړن: میوند محمد جمال


ستر محدث انس بن مالک رضی الله عنه !  مبارز


د محرم د لسم او نهم روژه/ مفتی راشد


بابا ولولئ/ جمال جمال

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=4379

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *