جلیلی: که ولسمشر شم، نه پرېږدم کوم کس د ملی سرود د خپرېدو پرمهال ودرېږی

  • خپرول: ۲۶ سرطان ۱۳۹۸
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 127769

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند سید نورالله جلیلی ویلی په ټاکنو کې د بریا په صورت کې، د ملی سرود د خپرېدو پرمهال درېدو فرهنګ ته د پای ټکی ږدی.
جلیلی دا موضوع له هغه وروسته مطرح کړې چې د یوې غونډې پرمهال د ملی سرود د خپرېدو په ترڅ کې دده نه درېدل ډېر غبرګونونه را پارولی دی.
د ولسمشریزو ټاکنو دا نوماند نیوکو ته په ځواب وویل، د ملی سرود پرمهال درېدل هیڅ ډول قانونی اړخ نه لری او دا له پردیو یو ډول تقلید دی.
جلیلی زیاته کړه: د اساسی قانون په هیڅ ځای کې نه دی ویل شوی چې د ملی سرود د خپرېدو پرمهال باید ودرېږو. دا د پردیو یو ډول فرهنګ دی. زه غواړم د پردیدو فرهنګ پلی کولو ته د پای ټکی کېږدم.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=127769

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *