جاپان: هیله لرم د واشنګټن-تهران د کړکېچ کمولو کې همکاری وکړم

  • خپرول: ۲۲ جوزا ۱۳۹۸
  • نوملړ: رادیو آزادی
  • د خبر شميره: 120309

د جاپان صدراعظم شینزو ابه چې ایران ته روان دى وایی، هیله لری د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې همکاری وکړی.

تمه ده شینزو ابه ایران ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر حسن روحانی او د ایران له رهبر ایت الله علی خامنه‌ای سره وګوری.

په تېرو څه باندې ۴٠ کلونو کې ابه د جاپان لومړى برحال صدراعظم دى چې ایران ته سفر کوی.

وروسته له هغې چې د امریکا متحدو ایالاتونو د ٢٠١۵میلادی له اټمی تړون څخه د وتلو او پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو اعلان وکړ، د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې شوی دی.

له توکیو تر روانېدو مخکې د جاپان صدراعظم شینزو ابه وویل:”جاپان غواړی په منځنی ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره هره ممکنه هڅه وکړی.”

د شینزو ابه تر سفر مخکې د ایران ولسمشر حسن روحانی د کابینې غونډې ته وویل، پر ایران د امریکا متحدو ایالاتونو فشار تر ټولو لوړ حد ته رسېدلى دى.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=120309

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *