
تیلرسون: داعش په افغانستان کې ترهګریزې ډلې ته د بدلېدو په حال کې دی
- خپرول: ۲۴ دلو ۱۳۹۶
- نوملړ: نړیوال
- د خبر شميره: 44885
د افغانستان په یوشمېر سیموکې دداعش فعالیتونو زیاتوالی سره سم، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تیلرسون وایی، یوه هغه سیمه چې دغه ډله هڅه کوی ترڅو هغه دخپل فعالیتونو مرکز لپاره بدل کړی، افغانستان دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تیلرسون په کویټ کې دداعش په وړاندې د نړیوال ایتلاف غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې ټینګار وکړ چې داعش په لیبیا، افغانستان او فیلیپین کې ېوې ترهګریزې ډلې ته د بدلېدو په موخه هڅه کوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس تیلرسون دداعش په وړاندې د نړیوال ایتلاف غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې په حضور سره وویل چې دداعش په وړاندې د عملیاتو پای په دې معنا نه دی چې موږ په بشپړه توګه داعش ته ماته ورکړې ده.
همداراز تیلرسون دداعش سره د دوامدارې مبارزې پر اړتیا او د زیاتو ترهګرو د جذب په موخه د یادې ډلې پر هڅو ټینګار کړی او زیاته یې کړه چې داعش هڅه کوی ترڅو په لیبیا، افغانستان او فلیپین کې په یوه ترهګریزه ډله بدل شی.
نظرات(۰ دیدگاه)