تیاره سالاره! || ع: رشید

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 76161


Fb-Button

ډالۍ: زخمی غزنی ته ! 

ښکلی غزنی د ړنګاوه هلته دې شور واچاوه

نه شرمیدې چې د محمود ګور ته دې اور واچاوه

دتیارې زویه ولې ولې لیونی غوندې شوې

نه پوهیدې چې یولوی غم دې بیا په مور واچاوه

د سنایی ژړادې ناوریده جاهله یاره

د خدای قرآن ته دې دده په مخ کې اور واچاوه

د شر او شور په مینه مسته  دتیارې خیرنه   

ولی دې داسې لوی ماتم بیا په خپل کور واچاوه

پرغزنی غم غورځول غواړې د غلام غلامه

په توره، تُوره  د تورې تیارې زور واچاوه  

کوم سومنات دې فتحه کړی و چې پرې غره وې ؟

تاخو د خپل تاریخ عزت ته لوی پیغور واچاوه  

د خیال تاووس مې د غزنی په ګنډوالو کې مړ دی

محموده!  ناورې څه ماتم مې زخمې خور واچاوه  

د خدای له پاره نور له دغه لیونتوبه تیر شه

تاخو د جهل په توپان کې افغان نور واچاوه

ع : رشید

د ۲۰۱۸ کال د اګست ۱۰

اړوند مطالب


تیاره/ اجمل پسرلی


لویه څارنوالی وایی، د هما سلطانی پرضد قانونی اقدام ته تیاره ده


سپی نور د زغم وړ نه دی … | خالق رشید


که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دی/ احمد فرید قیومی

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76161

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *