تیاره خوبونه او راڼه تعبیرونه (طنز) لیکوال: عبدالنافع همت

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 3691

دوهمه برخه

په خوب کی موټر لیدل:

که یو وزیر خوب وینی چی موټر یې پنچر سوی، خو دی بیا هم موټر په همدې پنچر سویو ټایرونو چلوی، نو تعبیر یې دا دی چې د وزارت څوکۍ به یې د اختلاس او غلا په تور وځنډول سی، خو دی به یې لکه ګلمرجان نه منی او ځان به بیا هم وزیر بولی، سږمې به یې لکه کفچه مار پړسولی، وسله وال سړی او زغره وال موټر  به ورسره وی او تر پخوا به ډېر د وزارت معینانو او رئیسانو ته اخطارونه ورکوی.

علامه شیخ الفساد و شرالعباد فرمایی چی که په همدې خوب کی د وزیر صاحب  د موټر پنچری ونیول سوه، نو دا مانا لری وزیر صاحب به د څارنوالانو او قاضیانو په مخ کی په پزه خط وکاږی او د نصوحا په شان به ریښتینې توبه وباسی چی بیا به د غلا پیسې یوازی نه خوری، بلکی د وطن او ملت د عاشقانو ونډه به هیڅکله هم نه هېروی لکه څارنوالان، قاضیان، د ولسی جرګې  وکیلان ، جهادی رهبران او داسی نور غټایټ چارواکی ، بس هغه دی چې قاضیان او څاروالان به هم د هغوی توبه قبوله کړی او بیرته به وزیر سی، خو دا وار به له (مار) څخه د (ښامار) مقام ته ترفیع وکړی او هره ورځ به په سپینه ورځ د  قاضیانو په مخ کی د ملینونو ډالرو غوړی ګولې ژوندۍ ژوندۍ تېروی، خو هیڅوک به حساب نه ورسره کوی، بیا به دا ډار نه وی لکه په دې متل چی ویل سوی دی: (( زما بی بی غوړی خوری، د بی بی کونه چینجی خوری)).  

که کوم جهادی رهبر خوب وینی چی د کلونو کلونو زوړ موټر چی یوازی یې هډوکی پاته و، له سره ترمیم کړی دی او تر نورو موټرو ډېره چټکه منډه کوی، نو دا تعبیر لری چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به یې نوم له تور لیست څخه وباسی او د ډیموکراسۍ په ورا کی به د ډوول او سندرو په بدرګه کابل ته  ننوزی. مولانا شیخ الاصنام و عدووالانام  وایی چی که همدا ستر  رهبر خوب وینی چی کابل ته د ننوتلو پر مهال یې د موټر یو ټایر پنچر کېږی، نو تعبیر یې دا دی چی یوازی د امنیت شورا له تور لیست څخه وتل کفایت نه کوی، په کابل کی د امنیت شورا ګڼ شمېر لمسیان او پرکټیان هم پاته دی، باید د هغوی دوعا هم واخیستل سی چی هغوی یې هم له خپل تور لیست څخه وباسی، که نه نو په کابل کی ژوند کول داسی اسانه کار هم نه دی. دا جهادی رهبر  یوازی په دې نه بخښی چی مشهور غل  (سقاو) یې ستر مجاهد او قهرمان وباله، باید په شفاهی او لیکلې بڼه توبه وباسی. دی باید خپلو پخوانیو جهادی فتواوو او ویناوو ته نوې توجیه پیدا کړی، د نوی ډیموکراسۍ پرتوګ ورواغوندی او بیا کابل ته ننوزی.

مولانا ګنج الفساد و میکروب العباد  فرمایی چی که همدا جهادی رهبر خوب وینی چی د کابل د یوه پر سر یې موټر درولی، نو تعبیر یې دا دی چې د کابل ټولی دولتی او شخصی ځمکی زورواکانو نیولی او ده ته یوازی همدا غرونه ور پاته دی، خو متل دی چی وایی: دا ستر رهبر  د یوه بل جهادی رهبر په تقلید  کولای سی چی د پغمان غوندی په غرونو کی پاچهی جوړه او د غرونو له پاسه لوړ  او عالیشانه  قصرونه اباد  کړی.  

که کوم سپین ږیری سیاسی رهبر  خوب وینی چی موټر یې د تګ پر مهال ناڅاپه درېږی او سلف نه وهی، نو تعبیر یې دا دی چې د مرګ وخت یې رارسېدلی او ډېر ژر به یې زړه ودرېږی، نو ښه به دا وی چی د برېښنا د څوارلسو کالو محصول ورکړی، که نه نو په قبر کی به د نکیر او منکر له سختو پوښتنوګروېږنو سره مخ سی، بیا که یې تر مړینی وروسته زامن له شرمه دا پیسې دولت ته تحویل هم کړی، نو راپور یې د نکیر او منکر  ډیټابیس ته نه رسېږی او دی به د قیامت تر ورځی پوری دومره ګوزارونه وخوری چی په کابل کی د شر او فساد راکټونه به ورپه یاد سی.  

که د ولسی جرګې یو وکیل خوب وینی چی چا یې موټر غلا کړی، نو تعبیر یې دا دی چې دی به د ژمی په رخصتیو کی د خپلو موکلینو د پوښتنی پر ځای اروپا ته تللی او په غیاب کی یې اجرائیه قوې داسی فرمانونه او چلونه عملی کړی چی کله دی په پسرلی کی بیرته راستون سی، نو ګوته به په غاښ ورته ونیسی، نه به د ولسی جرګې له خوا سلب صلاحیت سوی وزیران له کاره ګوښه سی او نه  به نوی وزیران ورمعرفی کېږی، تر څو چی ژمی تېرېږی، نو د ولسی جرګې د انتخاباتو نېټه به هم اعلان سوې وی، دا به داسی بد خبر وی چی له ټولو وکیلانو څخه به ژرنده او مسجد هېر کړی. بس لکه  د محشر ورځ  هرڅوک به د نورو پر ځای د ( نفسی، نفسی) نارې وهی.

شیخ  لړم بن کرم صاحب فرمایی چی که داخله وزیر خوب لیده چی د موټر اسناد یې تر وخت تېر سوی، نو تعبیر یې دا دی چې د تابعیت تذکرې به د عصر حجر غوندی د کتابچې په بڼه چاپ سی، نه به الیکټرونیکی تذکرې او نه به پخوانۍ پیسې پاته سی، دا لنګه غوا به ناڅاپه وچه سی او د ولسی جرګې د وکیلانو هغه چنې او مبارزې به هم اوبه یوسی چی د یوې کلمې د اصلاح په خاطر یې ګاللی وې.  

که د ګمرګ رئیس خوب وینی چی د مالیې وزارت موټر په واوره کی بند سوی، خو دده موټر ښه ګړندی روان دی، نو دا تعبیر لری چی د واوری د ډېر اورښت له امله به له کابل څخه ولایتونو ته ټولی غځېدلی لاری بندی سی،  په دې صورت کی د مالیې وزارت د ګمرکی عایداتو د نظارت لپاره د دوی سیمی ته هیئت نه سی استولای. د ګمرک رئیس کولای سی چی له دې طلایی فرصت څخه ګټه واخلی او هغه ترازو بند کړی چی باری موټرونه  تلی، د واوری په پلمه متبادلی لاری غوره کړی، ګمرکی تعارفې لکه د واوری غرټی غوندی دومره غټی جوړی کړی. په همدې څو ورځو کی ځان دومره موړ کړی چی د محشر په ورځ راکښېنی، نو دومره لوی او دروند ټېغ وباسی لکه د ژیړی ډبې چاودنه.

که کوم ټرافیکی پولیس خوب وینی چی موټر یې ټکر سوی، نو دا تعبیر لری چی یو نشه ځوان به په نیمه شپه کی د ده مخکی یو نوی ماډل او ډېر قیمتی موټر ټکر کړی، کله چی دی موټر له نژدې وګوری، نو له ځوان سره به له پیسو پرته بل هیڅ ډول  اسناد نه وی، ځوان به ده ته دومره پیسې ورکړی چی د یوه کال معاش به وی. یو متل دی چی وایی د خره مرګ د سپو اختر وی، خو دا متل به په خوب کی داسی وی: د موټر ټکر د ترافیکی پولیسو اختر وی.

که د ګازو او تېلو د شرکت یو  مشر خوب وینی چی د موټر تېل یې هیڅ نه خلاصېږی، نو مانا یې دا ده چی د واوری د اورېدو له امله به د هیواد ټولی لویی لاری بندی سی، دی به له دې فرصت څخه ګټه واخلی او د تېلو او ګازو بیه به دوه برابره لوړه کړی، خو که د همدې شرکت رئیس خوب لیده چی د موټر د تېلو ټانکۍ یې سورۍ سوې، نو دا مانا لری چی له دې لاری لاس ته راغلی پیسې یوازی نه سی خوړلای، باید د پولیسو او عدلی ارګانونو کولمې هم ورغوړی کړی، خو که داسی و نه کړی، نو له عدالت څخه به هیڅ ځای هم پټ پاته نه سی.  

که کوم سفیر خوب وینی چی له خپل نوی موټر سره سیلفی عکس اخلی، نو دا مانا لری چی له یوه بهرنی ولسمشر سره به ملاقات وکړی، په دې ملاقات کی به د خپل وطن مسائل  پاته وی او موضوع به دا وی چی کله په نوموړی هیواد کی د ده وظیفه پای ته ورسېږی، نو ده ته دی د دې هیواد تابعیت ورکړل سی. ولسمشر به د سفیر پر دې احمقانه خبره باندی وخاندی، خو دی به داسی فکر کوی لکه هغه چی ورته خندلی وی، داسی په خوند به غاړه اوږده کړی لکه د مینده پسه  لاندی برخی ته چی لاس وروړې. د ملاقات په  اخیر کی به له ولسمشر سره یو جانانه سیلفی عکس هم واخلی، پر خپله فیسبوک پاڼه به یې خپور کړی او داسی به ورسره ولیکی: (( افغانانو نوې بریا مو مبارک سه!))   

که د کوم خصوصی ټلویزیون مشر خوب وینی چی په تورو ښیښو والا موټر کی سپور دی،  نو دا خوب بدشګون لری. مولانا  ټلویزیون  والانفلاسیون فرمایی چی دا ټلویزیون له ده پرته بل هیڅوک هم نه ګوری. خلک ځکه ځنی خواتوری او ستړی سوی چی ټوله ورځ دده خپلی ویډیوګانی او انځورونه پورته و کښته کوی. د ده ټلویزیون  که څه هم له هیواده دباندی یو خبریال هم نه لری او یوازی په دوو ژبو خپرونی کوی، خو دی یې نړیوال ټلویزیون بولی. متل دی چی وایی: کارګه ویل زما سپین ککیه زویه او ځیږګی ویل زما پستکیه زویه.    

که د محلی پولیسو یو قوماندان خوب وینی چی موټر یې غلا کړی او یو پټ ځای یې ساتلی دی، نو دا تعبیر لری چی یوه لویه ګناه به وکړی. د خپلو لنډغرو په وسیله به یوه معصومه پېغله نجلۍ وتښتوی او په خپل ځانګړی کور کی به یې ساتی، له خپلو لنډه غرور سره به  هره ورځ په ډله ییز ډول جنسی تېری ورباندی کوی،  خو څو میاشتی وروسته به رسوا سی. مفتی احمق بن زنبق فرمایی چی  که همدا قوماندان خوب وینی چی د موټر د غلا په تور نیول کېږی او بیرته خوشی کېږی، نو دامانا لری چی دی به د محکمې د یوه قاضی کولمې ورغوړی کړی. قاضی به خپله ورته ووایی چی غم مه کوه، زه به نکاح خط درجوړ کړم او یو کال مخکی تاریخ به ورباندی ووهم، د تحقیق پر مهال پولیسو ته ووایه چی دا می خپله مېرمن  او حلاله نکاح می ورسره تړلې ده، اوس یې ځکه په ما دا تور پوری کړی چی له بل چا سره لار لری. په دې ډول به پولیس تا پرېږدی او نجلۍ به د امن خونی ته واستوی.  

مولانا چنګاښ بن پرتوګاښ  فرمایی چی که همدا قوماندان خوب وینی چی خزدکی (ګونګټی) چټلی په پښو کی نیولې او د ده د  موټر له مخکینۍ ښیښې سره ټکر کوی، نو دا تعبیر لری چی دا ظلم به یې دوام و نه کړی، د سړک د غاړی پر یوه لویه او تکه ژیړه ډبه (بوشکه) به وربرابر سی، تر څو چی ملګری یې ور رسېږی، نو د ده چټلۍ به مخکی لا خزدکو خپلو خوراکی ګودامونو ته وړی وی.   

اړوند مطالب


د طنز لیکلو تخنیکونه/ لیکوال: عبدالنافع همت


د طنز ژبه/ لیکوال: عبدالنافع همت


د طنز سبکونه/ لیکوال: عبدالنافع همت


د طنز قالبونه/ لیکوال: عبدالنافع همت

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=3691

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *