تور یاست غواړئ سپین شئ؟ نو دغه کورنی کریمونه وکاروئ

  • خپرول: ۱۷ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 75509


Fb-Button

ډاکټر اجمل درمان  

هره پېغله او زلمی، ښځینه او نارینه ټول غواړی چې ښکلی او سپین جلد ولری. د مخ د سپینوالی لپاره په بازاری کریمونو زرګونه پیسې مصرفوی خو د خوښې وړ نتیجه نه ترلاسه کوی. ځینې کریمونه خو آن پر مخ وېښتان او رنګارنګ ناروغۍ پیدا کوی.

دلته درته درې داسې کورنی کریمونه ښیېم چې په آسانۍ سره مو رنګ تک سپینوی او هیڅ جانبی عوارض نه لری.

د ماستو، شاتو او لیمو کریم:

دوه کاچوغې ماسته، دوه کاچوغې شات او دوه کاچوغې لیمو اوبه

لومړی په یو قاب کې دوه کاچوغې ماسته واچوئ، بیا په کې دوه کاچوغې شات وچوئ او په آخره کې په کې دوه کاچوغې لیمو اوبه هم اضافه کړئ. ښه یې ګډ کړئ څو کریم ترې جوړ شی. مخ مو پاک ومینځئ او بیا پرې همدا کریم وموښئ. دېرش دقیقې یې پرېږدئ او بیا یې په تړمو اوبو پرېمینځئ. دا نسخه د شپې له ویده کېدلو وړاندې استفاده کړئ. د دغه کریم ګټه دا ده چې د هر ډول جلد سره برابر دی او هیڅ جانبی عوارض نه لری. ان شاالله په دوه اونیو کې به مو جلد تک سپین شی.

د نارنج د پوستکی او ماستو کریم:

یو دانه نارنج پوستکی او دوه کاچوغې ماسته

لومړی د نارنج پوستکی لمر ته وچ کړئ، بیا یې وټکوئ پوډر یې جوړ کړئ، بیا په دوه کاچوغه ماستو کې یوه کاچوغه د نارنج پوستکی پوډر واچوئ. ښه یې ګډ کړئ چې زیړ رنګه کریم ترې جوړ شی. بیا مو په پاک مینځلی مخ باندې وموښئ او تر ۲۰ دقیقو یې پرېږدئ. وروسته یې په تړمو اوبو پرېمینځئ. دغه کار په اونۍ کې هره شپه ترسره کړئ. د دغه کریم ګټه دا ده چې دا هم د هر ډول جلد سره برابر دی او هیڅ جانبی عوارض نه لری. ان شاالله په دوه اونیو کې به مو جلد تک سپین شی.

د مینو وریجو او شیدو کریم:

نیم ګیلاس خامې مینې (نرۍ) وریجې او له نیم ګیلاس کمې تازه شېدې

لومړی نرۍ وریجې په هاونګ یا بل څیز ښه وټکوئ او ترې پوډر جوړ کړئ، په نرۍ جالۍ یې چاڼ کړئ او پوډر ترې جوړ کړئ. له شېدو سره یې ګډ کړئ او ښه یې حل کړئ څو کریم ترې جوړ شی. په پاک مخ یې وموښئ او له نیم ساعت وروسته یې په تړمو اوبو پرېمینځئ. . دغه نسخه په اونۍ کې هره شپه استعمال کړئ. د دغه کریم ګټه دا ده چې هر ډول جلد سره برابر دی او هیڅ جانبی عوارض نه لری. ان شاالله په دوه اونیو کې به مو جلد تک سپین شی.

اړوند مطالب


یو ځل کارېدونکی لوښی یوازې د یخو خوړو لپاره وکاروئ


د پستې له دې ګټو خبر یاست؟/ ژباړه: حمیدالله حمیدی


د لوړپوندو بوټانو په زیانونو خبرې یاست؟


د ځانګړې انرژۍ خاوند

onesignal_meta_box_present:

onesignal_send_notification:

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75509

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *