تور زیړی یا هیپټایټس بی څه ډول ناروغی ده؟

  • خپرول: ۲۵ حوت ۱۳۹۵
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 11389

لیکنه : ډاکټر انتظار احمد همدرد –  

ینه یا ځیګر د انسان دبدن یوه حیاتی غړی دی ، چې په بدن کې ډیرې دندې ترسره کوی لکه په بدن کې د زهرجنو درملو او توکو بې ز هره کول ، د پلازما د پروټینو په جوړښت او هضمی کړنو کې اړین رول لوبوی .

ینه د بدن په استقلاب کې ارزښتمن رول لری چې په بدن کې یو شمیر کړنې لکه د ګلایکوجن زیرمه ، د هورمونو تولید،   د پرین لاندې د تریخوب یا صفرا په نوم ماده تولیدوی چې د شحمیاتو په تجزیه کولوکې ارزښتمن رول لری  همدارنګه ینه  د سره کرویاتو په تجزیه کولو کې هم عمده رول لوبوی .

ینه یا ځیګر ته په لاتین کې هیپا ټیټ وایی نو  دینې ناورغیو ته  ته په لاتینی ژبه کې هیپاټیټیس وایی .

هیپاټیټس بی چې هیپا په مانا د ینې  او بی د ویروس په مانا دی همدارنګه  هیپا ټیټس بی ته په ولسی ژبه کې تور زیړی  وایی .دغه ناروغی یوه ساری ناروغۍ ده چه په مختلفو لارو دیوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیږی .

د تور زیړې د انتقال لارې:

د تور زیړی ویروس چاپیریال  ککړولای شئ او تر اوو ۷ ورځو پورې په لاړو، وینه،سیمین ( دنارینه د سپرم هغه مایعات چې فرکتوز او مالګې لری) اوښکو او د رحم دخولې افرازاتو کې ژوندې وی چې د پوستکې او مکوزا سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږی.

ځینې وختونه د ټپونو او زخمونو له لارې لکه د پوستکې د لړمۍ کیدلو او د زخم ژیړ رنګه کیدلو سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږی.

د ځینو شیانو یو ځای کارونه لکه د غاښونو برس ، ککړ شوی مسواک او  د ږیری خریلو وسایلو له لارې  چې دناروغ کس په  وینه ککړ شوی وی د انتقالیدو خطر یی ډیر دی.

ناروغ کس که روغ کس باندې غاښ  یا خوله  ولګوی نو د انتقالیدو خطر یی شته.

دوینې د ورکونۍ توکی ، وینه ورکونکې کسانو   او وینه اخیستونکو کسانو  له لارې تور زیړی انتقالیږی.

د جنسې اړیکو له لارې ( که ښځه یا نر پرې اخته وی نو د جنسی اړیکو پر مهال  تور زیړی د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږی)

د سلمانۍ د قیچۍ ، یا ککړ شوی پاکۍ او چړی له لارې تور زیړی انتقالیږی .

د ناروغ مور څخه ماشوم ته د حامله ګۍ په وخت کې تور زیړی انتقالیږی.

هغه معتادین چې په نشه یی توکو روږدی دی او د ککړو پیچکاریو  په واسطه یو بل ته نشه یی توکی پیچکاری کوی نو یو بل ته تور زیړی انتقالوی.

که چیرې د مور په وینه کې تور زیړی مثبت (شتون ولری) وی او دماشوم په وینه کې هم  مثبت  (شتون ولری)  وی ، د تورزیړی د ناروغۍ  انتقال شانس ۹۰ سلنه زیاتوی.

د ماشوم دزیږون په وخت کې ددې ناروغتیا انتقال خطر ډیر زیات دی.

تور زیړی په لاندې حالاتو کې نه انتقالیږی !

تور زیړې د تشو متیازو له لارې نه انتقالیږی.

تور زیړی  دهغه لوښو څخه چې ناروغ ګټه پورته کوی تاسې وکاروئ  یا ورسره په ګډه ډوډۍ وخورئ نو روغ کس ته  ناروغتیا نه انتقالیږی.  

تور ژیړی وایروس دروغبړ کولو په واسطه نه انتقالیږی .

له ناروغ کس سره یوځای ناسته او ښکلول یا مچې کولو په واسطه نه انتقالیږی.

د ناروغ کس سره لاس په لاس ګرځیدلو او یو ځای خواړه خوړلو په واسطه نه انتقالیږی.

که ناروغ کس په عمومی حمامونو کې ولمبیږی ، یا عمومی حوضونو څخه ګټه پورته کړی ، نورو کسانو ته د تور زیړی ناروغۍ  نه انتقالیږی.

د ناروغ د درملنې په وخت کې  دناروغ د بدن سره دتماس په پایله کې نه انتقالیږی.

په نړۍ کې ۳۵۰ میلیونه انسانان په تورزیړی ناروغۍ اخته دی.

تور زیړی یو ډول ویروسی ناروغۍ ده ، چې ددغه ویروس دفعالیت او زیاتیدنې اصلی ځای ینه ده.

کله چې د تورزیړی ویروس بدن ته داخل شی، نو ینه کې ځای نیسی او په ینه کې په فعالیت پیل کوی، چې د څو اونیو په تیریدو سره یعنی  تر ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګند یږی، چې د ینې د میکروبی کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځی.

په ټولیز ډول تور زیړی په ځینو خلکو کې تر ۶ میاشتو پورې دوام کوی او بیا  د ناروغ  بدن پخپله  ددې ویروس په مقابل کې معافیت ترلاسه کوی او ناروغ ښه کیږی ، مګر که د تور زیړی ویروس په بدن کې تر ۶ میاشتو زیات وخت لپاره پاتې شی او بدن پخپله دهغې په مقابل کې معافیت تر لاسه نه کړئ نو ممکن ویروس په مزمن تور زیړی بدلې شئ او تر ډیرو  اوږدو کلونو پورې دناروغ په بدن کې پاتې شئ چې باید په دغه مرحله کې ناروغ تر لازمې درملنې لاندې ونیول شئ.

که د مزمن تور زیړی درملنه ونه شئ نو ممکن ناروغ د ینې په سیروسس او دینې په سرطانونو اخته شئ .

که چیرې ناروغ دینې په سرطانونو یا سیروسس اخته شی نو بیا د د رملنې لپاره یی د روغ کس  ځیګر باید نارو غ کس ته انتقال شئ چې د ینې انتقال یوه پیچلې کار دی ، ځکه چې د ینې پیداکول او دهغې نقلول یوه لوی ستونزه ده.

د تور زیړی نښې :

د ډیر ستړیا احساس کول

خوا ګرځیدنه یا سر ګرځیدنه

د بدن وزن له لاسه ورکول

د خیټې پړسوب

د زړه بدوالی او کانګې

د تشو متیازو توروالی

د ډکو متیازو خاورین رنګه  کیدل

دبدن د پوستکې زیړوالی

دبدن پر پوستکې دانې راختل

د سترګو زېړ رنګه کیدل

د بدن د بندونو دردونه

د سر او نس دردونه

بې اشتهایی

تبه او لړزه

پر بدن خارښت لګیدل

اسهالات او قبضیتونه.

د تور زیړې تشخیص :


د تور زیړی ناروغۍ دقیق تشخیص په وینه کی دلاندی معایناتوپه واسطه  ترسره کیږی.

HBsAg test

له یو څخه تر ۱۲ اونیو پورې د تور زیړې د ناروغتیا د ښودلو لپاره استعمالیږی ، که ناروغتیا تر ۶ میاشتو زیات د ناروغ په بدن کې دوام ومومی نو دا په دی مانا دی چې ناروغ په مزمن تورزیړی اخته شوی دی.

د مزمن تور زیړی د پوهیدو لپاره لاندې درې حالتونه مطالعه کوو.

د تور زیړی د معافیتی زغم پړاو :

په دغه پړاو کې

مثبت وی .  HbsAg

دناروغ دوینې په سیروم کې الانین انزایم نارمل وی.

د ینې التهاب او فایبروسس نه شتون یا په حاد شکل.

چې د تور زیړی دغه پړاو  ډیری وختونه په ماشومانو کې او دوخت په تیریدو سره په ځوانانو کې ډیر لیدل کیږی.

د تور زیړی د معافیتی فعال پړاو :

په دغه پړاو کې

مثبت وی .  HbsAg

دینې التهاب د فایبروسس سره یا پرته له فایبروسس کیدلو څخه.

د ینې د حجرو زیانمنیدل.

اندازې پورته کیدل . ALT /AST د

که دغه پړاو په ناروغ کې دوام ومومی نو ناروغ په مزمن تورزیړی ، سیروزس او دینې په سرطانونو اخته کیږی.

 د تور زیړې معافیتی غیر فعال پړاو :

مثبت یا د ویروس شتون والۍHBsAg,

منفی یا د ویروس نه شتون والۍ.HBeAg-

مثبت یا شتون والۍ .Anti-HBe,

د ینې پړسوب او فایبروسس کیدل .

په دغه پړاو کې د ناروغ  خطر نسبتاً لږ وی. ناروغ د  ینې په  سرطان او سیروز اخته شئ.

د تور زیړی د ناروغۍ مخنیوی او درملنه :

د تور زیړې درملنه  پیچلۍ ده ،ځکه  تر درملنې مخکې د ناروغ عمومی څیړل او ناروغ درملنې لپاره اماده کول یو اړین کار دی .

هغه خلک چې واده لری که یوه له  دوی څخه په دی ناروغۍ  اخته وی، نو  روغ کس  باید واکسین شئ او یا دجنسی اړیکو پر وخت دکانډم یا پوکاڼۍ څخه استفاده وکړئ.

که چیری  دناروغ په وینه کې (هیپټایټس سرفس انتی جن ) شته والۍ تر ۱۲ اونیو پورې یا یی په بدن کې نه شتون هم باید د تور زیړې واکسین واخلئ .

دناروغۍ دمخنیوی په خاطر که چیرې د مور او ماشوم په وینه کې د ۷ ورځو لپار ه مثبت نه وی نو بیا امینو ګلوبولین ورته ورکول کیږی.

تور زیړی په خاص ډول کوم مالوم درمل نه لری مګر بیا هم د خطر فکتورونو د مخنیوی لپاره یی  دغه درملونه کاروی.

د تابلیت په بڼه :

په ځوانانو کې تور زیړې درملونه :

لامو ویډین درمل

۱۰۰mg (Epivir HBV)

۱۵۰mg (Epivir)

۳۰۰mg (Epivir)

د مزمن تورزیړې لپاره :

Epivir HBV: 100 mg PO qDay

په ماشومانو کې دمزمن تور زیړې د درملنې لپاره :

ددوه کلو څخه کم ماشومانو لپاره د دغو درملو کارونه خوندې نه ده.

که له دوه کلو ماشوم لوی وی نو باید د ماشوم د هر کیلو لپاره  ۳ ملی ګرامه د خولې له لارې په ورځ کې ۱۰۰ ملی ګرامه درمل ورکول کیږی.

همدارنګه ځینې وختونه دغه درملونه لکه   Telbivudine (Tyzeka) and Entecavir (Baraclude) همدارنګه د دتور زیړې په درملنه کې کارول کیږی.

اخذ لیکونه:

 Essentials of Human Physiolog

 Zakim, David; Boyer, Thomas D. (2002). Hepatology: A Textbook of Liver Disease (۴th ed.).

Zakim and Boyer’s Hepatology: A Textbook of Liver Disease

by Arun J. Sanyal MBBS MD and Thomas D. Boyer MD

Hepatitis A, B, and C Center: Symptoms, Causes, Tests, Transmission, and Treatments. Webmd.com (2005-08-19). Retrieved on 2016-05-10.

 Dancygier, Henryk (2010). Clinical Hepatology Principles and Practice of. Springer. pp. ۸۹۵–. ISBN ۹۷۸-۳-۶۴۲-۰۴۵۰۹-۷. Retrieved ۲۹ June ۲۰۱۰

اړوند مطالب


ژور خپګان یا ډیپرېشن څنګه ناروغی ده؟/ډاکټر پاینده محمد صافى


ایبولا وایروسی ناروغی/ ډاکټر ظهیر


نری رنځ په نړۍ کې تر ټولو وژونکی ناروغی ده


د تناسلې الې زښت لویولی ناروغی ده

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=11389

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *