ته ینج: سیاسی ګوندونه د ټاکنو او طالبانو سره د سولې یولړ پرېکړو په اړه موافقه کړې

  • خپرول: ۱۸ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: تیتر دو
  • د خبر شميره: 75846

د جنبش ملی ګوند ویاند بشیر احمد تهینج وایی د یو شمېر سیاسی ګوندونو او جریانو مشرانو د راتلونکو ټاکنو او له وسله والو طالبانو سره د سولې بهیر په اړه غږیدلی.
نوموړی په یوه بیان کې ویلی چې سیاسی ګوندونه او جریانو د ټاکنو او له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه پر یو لړ مهمو پرېکړو موافقې ته رسېدلی.
ښاغلی تهینج په دې اړه نور جزئیات نه دی ورکړی خو زیاته یې کړه چې د وروستیو ناستو په اړه بشپړ جزئیات به ډیر ژر د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له خلکو سره شریک شی.
د جمعیت اسلامی اجرائیه رئیس عطا محمد نور او د افغانستان لوی ملی ائتلاف په نوم د سیاسی ائتلاف غړی عطا محمد نور هم ترې مخکې ویلی چې له پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نورو سیاسی مشرانو سره د کتنې پر مهال د هېواد په اړه مهمې پرېکړې کړې دی.
ښاغلی نور په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل خو په یوه بیان کې ویلی چې د افغانستان لوی ملی ائتلاف مشرتابه له پخوانی ولسمشر او د حراست او ثبات له یو شمېر مشرانو سره کتلی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې دغه ناسته د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دفتر کې جوړه شوې وه.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=75846

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *