تصوف او عرفان

  • خپرول: ۱۳ دلو ۱۳۹۵
  • نوملړ: روهی
  • د خبر شميره: 2877


تصوف او عرفان چې د شرقی نړۍ د ولسونو په زړونو کې تل ځاى نیولى، موږ به د موضوع په اړوند دلته پرې لنډې خبرې وکړئ: د عرفان کلمه (د عین په زېر سره ) په عربی ژبه کې د پېژندنې معنى ورکوی . عرفان د اصطلاحی معنى له مخې د خداى(ج) پېژندنې ته وایی ، مګر دا پېژندنه د فلسفی او مادی استدلالونو له اغېزې نه ده؛ بلکې د مسلمان د روح، زړه، ضمیر او د عملونو او کردارو د سپېڅلتیا څخه حاصلېږی.

او د عرف کلمه (د عین په پېښ سره ) د پېژندنې، خوى او عادت معنا ورکوی، چې په اسلامی حقوقو کې لوى بحث لری او عرف کلمه (د عین په زور سره ) د پوه په معنى سره اخیستل کېږی چې عرف ( د عین په پېښ سره ) یې جمع ده .
عرفان د هغې پوهې او علم نوم دى چې د الله تعالى(ج) د ذات او صفاتو د مبارکو نومونو د ذکر د اغېزو سره د اسلامی شریعت پابندی د زړه ، فکر او عمل د سپېڅلتیا او تزکیې له اغېزې د مسلمان روحی سیر د الله تعالى (ج) د رحمت او د انوارو د پلوشو پر لوری بشپړتیا ، نږدېوالی او قرب ته رسېږی ، یا هغه لاره چې اهل الله وو د الله تعالى (ج) د پېژندنې او قُرب یا نېږدېوالی لپاره خوښه کړې ده ، عرفان بلل کېږی .
عرفان، چې په لویدیځه نړۍ کې د تصوف په نوم پېژندل شوى، د هدف له نظره یو مفهوم ته رسېږی چې هغه د الله (ج) سره د مسلمان د بې کچې مینې او د هغه لوړ ذات (ج) د لطف او مرحمت د انوارو د پلوشو د شناخت او قُرب (نږدېوالی) د حاصلولو څخه عبارت دى چې دا شناخت او قُرب د زړه په سترګو ، روح او ضمیر ، کشف او شهود حاصلېږی ، چې د فلسفې ، منطق او استدلالونو له مخې دا کار شونى نه دى .
په هر حال عرفان په واقعیت کې د دین رښتینوالى دى او عارف هغه چا ته ویل کېږی، چې د دین په حقیقت باندې په پوره توګه پوه شوى وی او دین یې پېژندلى وی. عرفان د معرفت او پېژندنې څرګندوی دى، په دې عقیده کې معرفت او د خداى پېژندنه د قلبی کشف او باطنی دید له لارې ده، نه د استدلال او تحلیل له لارې.
تصوف پوهانو د تصوف او صوفی د ماناګانو په اړه زیاتې خبرې کړی، چې موږ به دلته یو څو معناوې په لنډ ډول سره را واخلو:
د ابو محمد جریری قول دى، وایی چې: « تصوف په هر اعلى خلق کې داخلېدل او له هر رټل شوی خلق څخه د وتلو نوم دى.»
جنېد بغدادی په اړه قول دى چې وایی : «له جنېد څخه د تصوف په اړه پوښتنه وشوه، چې تصوف څه شى دى؟ په ځواب کې یې ورته وویل چې: له څښتن تعالى سره داسې اړیکې ټینګې کړه، چې له بل چا سره دې هېڅ اړیکه ونه اوسی. »
معروف کرخی وایی، چې: « تصوف په رېښتیاو عمل کول او د خلکو له مالونو څخه د نا امېدۍ نوم دى.»
بل قول یې دى، چې وایی: « کله چې تاسې کوم صوفی ولید، چې د خپلې ظاهری بڼې په جوړولو یې زیات اهتمام کاوه، نو پدې پوه شئ ، چې د هغه باطن خراب دى.»
نوری وایی: « د صوفی تعریف دا دى چې هغه به د اړتیا او محتاجۍ پر وخت آرام وی او که چېرې څه ورسره وی، نو ایثار او قربانۍ کې یې نظیر او سارى نه وی.»

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=2877

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *