ترکیې ته د روسیې ۴۰۰ توغندیز سیستم د سپارلو نېټه اعلان شوه

  • خپرول: ۵ ثور ۱۳۹۸
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 114470

د روسیې پوځی صادراتو د شبکې مدیر اعلان کړی چې ترکیې ته ددې هېواد ۴۰۰ اس توغندیز سیستم د سپارلو بهیر به د جنوری تر میاشتې پورې پیل شی.
د روسیې پوځی صادراتو د شبکې مدیر نن پنجشنبه په یولړ خبرو کې ټینګار وکړ چې ترکیې ته ددې هېواد اس ۴۰۰ توغندیز دفاعی سیستم د سپارلو بهیر د جنوری په میاشت کې پیلېږی.
دا راپورونه په داسې حال کې خپرېږی چې امریکا ډموکراټ سناتور ټینګار کړی که ترکیه د روسیې اس ۴۰۰ دفاعی سیستم رانیسی، واشنګټن به هیڅکله آنکارا په اف ۳۵ سمبال نه کړی.
د ایسنا د راپور له مخې، د ترکیې چارواکو وړاندې اعلان کړی وو چې د اس ۴۰۰ توغندیز سیستم له رانیولو به لاس پرسر نشی او که امریکا د اف ۳۵ جګړه ایزو الوتکو له ورکولو لاس واخلی، انکارا خپلې اړتیاوې له نورو هېوادونو ترلاسه کوی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=114470

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *