ترکیې امریکې ته د ورته مقابلې خبرداری ورکړ

  • خپرول: ۲۰ اسد ۱۳۹۷
  • نوملړ: iuvmpress
  • د خبر شميره: 76126

د ترکیې خارجه وزارت د خپل هیواد د فولادو او ایلومونیمو په وارداتو باندې د درنو مالیاتو د لګولو په وړاندې امریکا په مناسب غبرګون وغندله.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پرون له امریکې څخه د فولادو او ایلومینیمو په وارداتو باندې د ټیکس لګولو په هکله د دغه هیواد د پریکړې په تړاؤ د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: ترکیه به هم د امریکې د دې نوې فیصلې په وړاندې غچ اخیستونکی اقدام وکړی.

د ترکیې خارجه وزارت څرګنده کړې، د امریکې بندیزونه او دباؤنه یوازې د دواړو هیوادونو اړیکو ته تاوان رسوی او اختلاف په ډیپلماسۍ، خبرواترو، ښه نیت او دوه اړخیز تفاهم سره هواریږی.

دغه خبرپاڼه زیاتوی چې د فولادو او ایلومینیمو په وارداتو ټیکس لګل د نړیوالې سوداګرۍ د اصولو خلاف ورزی ګڼله کیږی.

یاده دې وی چې د امریکې ولسمشر ټرمپ پرون له دغه هیواده ترکیې ته د اوسپنې او ایلومینیمو د صادراتو مالیات یا ټیکس دوه چنده کړ.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=76126

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *