ترکیبی نومونه | اجمل ښکلی

  • خپرول: ۶ حمل ۱۳۹۷
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 50678


Fb-Button

چې له نغلو نه کوز شې او د سروبی بازار ته ورسی، کیڼ اړخ ته د لته بند د سرک په تقاطع کې یو دولتی ټانک راځی، چې دا عبارت پرې لیکلى:

د سروبی دولتی د تېلو ټانک

د پښتو اضافى او توصیفی ترکیبونه د پښتو برعکس دی. په دری کې په اضافی ترکیب کې لومړى مضاف الیه او په وصفی هغه کې لومړى ستاینوم(صفت) او بیا مضاف او ستایلى(موصوف):

پیشرفت افغانستان/ اۤدم خوب

د افغانستان پرمختګ/ښه سړى

لیکونکی لومړى د دې عبارت دری بڼه(تانک تیل دولتى سروبى) لیدلې، بیا یې فکر کړى، چې که سرچپه یې ولیکو؛ نو پښتو به شی؛ خو د دې عبارت څو ستونزو یې ژباړه ناکامه کړې ده:

یو: دا یو ترکیب نه دى، بلکې څو ترکیبونه دی، چې په یو بل کې مدغم شوی او له موږ نه په ژباړه کې دا ډول پېچلی عبارتونه بالعموم غلطېږی.

دوه: په دې عبارت کې دوه اضافی ترکیبونه دی:

١- د تېلو ټانک

٢- د سروبی د تېلو ټانک

درې: په دې عبارت کې یو وصفی ترکیب هم دى: دولتی ټانک

د ټانک د لوحې لیکونکی په یوه مانیز واحد کې د دې ترکیبونو په کوشیرولو کې کامیاب نه ښکاری.

په لومړی پړاو کې په (د تېلو ټانک) کې (تېل) د (ټانک) لپاره مضاف الیه راغلى. دا دولتی ټانک دى، ځکه نو (دولتی) صفت دى، چې ستایلى(موصوف) یې (تېل) یا (ټانک) دى. له دې سره دا پوښتنه پیدا کېږی، چې دا(دولتی تېل) دی، که (دولتی ټانک) دى. (دولتی ټانک) د شخصی ټانک په مقابل کې دى او دا د (دولتی ټانک) د سموالی دلیل کېداى شی.

د دې دواړو ترکیبونو پایله دا شوه:

د تېلو دولتی ټانک

په دې بېلګه کې وینو، چې په یوه اضافی ترکیب کې وصفی ترکیب ورننوتى او یو واحد عبارت یې جوړ کړى. (ټانک) هممهاله د (تېلو) مضاف او د (دولتی) موصوف دى.

په دویم پړاو کې دا ټول عبارت(د تېلو دولتى ټانک) په یوه بل ترکیب کې د مضاف په توګه راغلى، چې مضاف الیه یې (سروبى) دى:

د سروبی د تېلو دولتی ټانک

او همدا هغه عبارت دى، چې د لوحې لوستونکی یې لیکل غوښتل؛ خو دا د یوه اضافی ترکیب په توګه ګنې سم دى؟ څرنګه چې د دې عبارت موخه د سروبی جغرافیې ته اشاره ده؛ نو سم ښکاری؛ خو د یوه بل شخصی ټانک لپاره له ورته قاعدې نه استفاده نشو کولای، ځکه هلته د وصف موخه د مالکیت تر اثباته مخکې وی:

سپین غر هوټل

بلخ ادبی خوځښت

په دې دواړو بېلګو کې خو په اسانه په دې پوهېږو، خو په کومو ترکیبونو کې چې نومونه راغلی وی، په پښتو کې ترې پوخ ترکیب جوړول ګران وی. که دا چېرته یوستوى اضافی ترکیب وی؛ نو په اسانه په پوخ نومیز(اسمی) ترکیب اوړی؛ لکه: کابل پوهنتون؛ خو که په ترکیب کې یې نور یوستوی ترکیبونه هم وی؛ نو بیا؟

په انګلیسی او په تقلید یې په اردو کې دا د یوه شخص د پوره نوم غوندې لیکل کېږی:

Khalid Oil Station

خالد پمپ سټیشن

په دری کې بیا سرچپه کېږی:

تانک تېل خالد

په دری کې اسانی دا ده، چې دلته د اضافی او توصیفی دواړو ترکیبونو لپاره زېر(کسره) کارېږی؛ خو په پښتو کې بیا توصفی ترکیب له معلوم ترتیب پرته کومه ګرامری نښه نه لری او اضافی ترکیب په(د) جوړېږی. په پښتو کې به دا ترکیب داسې وی:

خالد د تېلو ټانک

کاروان د لوړو زده کړو موسسه

که دویم ترکیب(د کاروان د لوړو زده کړو موسسه) کړو، د کاروان په نامه د یوه شخص په ملکیت اوړی.

د پښتو په دې دواړو ترکیبونو کې (خالد) او (کاروان) د دې ترکیبونو اصلی اجزا نه ښکاری او دا ځکه چې پښتو د دا ډول سستو ترکیبونو چې وروسته ترې پوره یو اضافی ترکیب راغلى وی، تجربه نه لری؛ خو پښتو باید د یوې رسمی ژبې په توګه د وسمهال دې اړتیاوو ته هرکلى ووایی.

خالد او کاروان دواړه په بېواکغږونو ختم دی، که دا (بریالى) شی؛ نو بیا یوه ستونزه دا پیدا کېږی، چې اصلی که مغیر بڼه یې ولیکو؟ څرنګه چې دا د یوه پوخ ترکیب په بڼه راڅرګندېږی، ځکه نو د (بریالی) بڼه ورسره کارېږی:

بریالى د لوړو زده کړو موسسه  


د استاد ښکلی ګڼې نورې لیکنې دلته ولولئ

اړوند مطالب


ج درېیم/ اجمل ښکلی


کومې کلمې یوځاى او کومې بېلې ولیکو؟/ اجمل ښکلی


وییکنومځری|| استاد اجمل ښکلی


ونکی/ اجمل ښکلی

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=50678

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *