تخار کې د ډاکټر غنی ټاکنیز انځورونه څیرل شوی

  • خپرول: ۲۶ اسد ۱۳۹۸
  • نوملړ: تاند
  • د خبر شميره: 131239


Fb-Button

تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: په تخار کې نامعلومه کسانو د دولت ساز ټاکنیزې ډلې د مشر اشرف غنی ټول کمپاینی انځورونه یا څیری کړی، یا یې خټې پر مخ ورشیندلی او یا یې هم ځینې بیلبورډونه سوځولی دی.

 په تخار کې د اشرف غنی د ټاکنیزې ډلې مسوول میرویس شریعتمداری وایی، تخار کې یوې مشخصی ډلې د ډاکټر غنی هیڅ انځور روغ نه دی پرې ایښی: (( په دې تړاو موږ پولیسو ته ویلی هغوی هم د دغو کسانو په پیژندلو کې تر اوسه ناکام ښکاری.))

 نوموړی ویلی، په تالقان ښار کې حتی د پولیسو د حوزو، قومندانۍ او ملی امنیت ریاست سره نږدې هم چا د اشرف غنی کمپاینی انځور روغ نه دی پرې ایښی.

 خو د تخار امنیتی چارواکی وایی، له دې موضوع څخه په ټولنیزو رسنیو خبر شوی او د عاملانو د نیولو هڅه به یې وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې تخار د جنرال دوستم تر نفوذ لاندې سیمه ده او ځایی فعالان د هغه کسانو ته ګوته نیسی، چې ګواکې له غنی سره یې د خپل مشر د مخالفت له کبله غیر سالم ټاکنیز رقابت پیل کړی دی.

د جنرال دوستم له ترکمن قوم څخه دا وار له ډاکټر غنی سره د یوسف غضنفر په نوم کس ولاړ دی، دغه راز احمد ایشچی هم د جنرال دوستم مخالف دی چې پراخ سیاسی نفوذ او د رایو بانک ورسره دی چې د شنونکو په وینا نوموړی اوس ډارېږی چې عبدالله سره د رایو ورکولو ژمنه یې خرابه نه شی او دا وار بیا په سیاسی میدان کې یوازې پاتې نه شی.