تخار ولایت کې د طالبانو څلور جنګیالی وژل شوی

  • خپرول: ۲۱ دلو ۱۳۹۷
  • نوملړ: امنیت او پېښې
  • د خبر شميره: 104163

د افغانستان ملی دفاع وزارت د یکشنبه په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو  سره وویل چې په تخار  ولایت کې د افغان  امنیتی ځواکونو د عملیاتو په لړکې څلور طالب  جنګیالی وژل شوی او دوه نور یې ټپیان شوی دی.

خبرپاڼه لیکی چې د توپان ۲۴ عملیات د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ شورتوغی سیمې او همدارنګه د خواجه غار ولسوالۍ په امنیتی کمربند سیمه کې په لاره اچول شوی وو چې د هغه په پایله کې څلور طالبان وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دغه عملیات به په ذکر شویو ولسوالیو کې د طالبانو تر له‎منځه وړلو او پاکولو پورې دوام وکړی.

په خبرپاڼه کې د افغان امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویل شوی.

بلخوا طالبانو تراوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دی ویلی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=104163

نظرات(۰ دیدگاه)

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *




57 + = 64