تایوان کې د ۶،۴ درجې ریختر زلزلې ودانۍ نړولې

  • خپرول: ۱۸ دلو ۱۳۹۶
  • نوملړ: نړیوال
  • د خبر شميره: 43593

د تایوان په هوالین ښار کې ۶،۴ ریختر درجې زلزلې ودانۍ نړولې چې له امله یې دوه کسان وژل شوی، دوه سوه ټپیان دی او په لسګونو خلک ورانو ودانیو کې ایسار دی.
خواله رسنیو کې خپاره شوی انځورونه ښیی چې سړکونه او ودانۍ ډېرې زیانمنې شوې دی.
زلزله د چهارشنبې په شپه ځایی وخت ۲۳:۵۰ بجې شوې ده.
ژغورونکو تراوسه ۱۵۰ کسان له ورانو شویو هوټلونو او استوګنځیو اېستلی دی.
د ۴۰ زره کورونو اوبه پرچاو شوې دی او پلونه تړلی دی.
دا ښار نږدې یو لک اوسېدونکی لری او د سیلانیانو ګڼه ګوڼه هم پکې وی.
له هوالین ۱۶۰ کیلومتره لرې د تایوان پلازمېنه تایپه کې هم خلکو د زلزلې جټکې حس کړې دی.
له زلزلې وروسته ټکانونو مرستندویه هڅې له ستونزو سره مخ کړې دی.
تېرو څو ورځو کې په هوالین ټاپو کې د زلزلې لسګونه ټکانونه شوی دی.
ژغورونکی له یوه هوټل د مساپرو د اېستلو هڅه کوی.
د تایوان د پولیسو ویاند بی بی سی ته ویلی چې سرتېری هم له ژغورونکو سره په ګډه زیانمنو سیمو ته رسېدلی دی.

شريکول:
لنډ لينک: http://pashtunews.com/?p=43593

نظرات(۰ دیدگاه)

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *